په هند کي له غويو سره لوبه
د هند د سویل په ځینو برخو کې هرکال د پونگال جشن پر مهال د «جلي کټو» په نوم له غويو سره لوبه کيږي. په دغه لوبه کې د غوایي د کنترولولو هڅه کیږي، خو دا د ځاني زیان خطر هم له ځانه سره لري.
خطرناکه، خو مشهوره لوبه
د «جلي کټو» په نو لوبه د هند په بېلا بېلو برخو کې او په ځانگړې توگه بیا د تامل ناډو په یوه کلي «مادو رایي» کې ډیره زیاته مشهوره ده.
سړی چیري د غوایي تر پښو لاندي نه شي
د غوایي د نیولو هڅه کله نا کله ډیره گرانه تمامیدای شي او د دې احتمال وي چې سړی د غوایي تر پښو لاندې راشي.
د لوبي پر مهال ځیرکتیا اړینه ده
په دغه لوبه کې شامل لوبغاړي له خطرونو سره د لوبیدو پرمهال خپل قوت او ځیرکتیا ښيي. د لوبې پرمهال هغوی کله په دې توانیږي چې پر نري لرگې وخیږي، خو کله د غوایي تر پښو لاندي کیږي هم.
له کنتروله وتل
د لوبې پر مهال چې کله غوایی له کنتروله ووځي، نو بیا ډیر خلک هم په دې نه توانیږي چې هغه راوگرځوي.
پر څارویو ظلم
د حیوانانو د حقوقو سازمانونو په وینا، دغه لوبه پر حیواناتو له زیاتي کولو سره برابره ده.
لوبه او سیاست
د «جلي کټو» لوبي تنظیمونکي کمیټۍ زیاتره مهال له یوه سیاسي گوند سره تړلي وي. د دغې لوبې لوبغاړو ته داسې کمیسونه هم ورکول کیږي چې د سیاسي گوندونو د مشرانو انځورونه پرې وي.
خطرناکه لوبه
د دغې لوبې په ترڅ کې هرکال په سونو کسان ټپیان کیږي. د غويو کابو کول آسانه کار نه دی.
د پیړیو پخوانی دود
د دغې میلې جوړونکي وایي چې «جلي کټو» لوبه ډېر پخوانی دود دی.