په هند کي څه ډول خواړه او په کومه اندازه خوړل کیږي؟
د هند په بنګال کي کبان او په پنجاب کي دال خوښوي. که په يوه سیمه کي ورژي خوښيږي نو په بله کي بیا دوسا پراټه زياته خوړل کيږي. که په ټول هند کي يو انسان وای نو به يې په ورځ کي کوم شی او په کوم اندازه خوړلای؟ انځورونه.
وريژي
په هند کي د ورځني خوراک ۲۹ سلنه برخه وريژي دي چي دغه اندازه تقريبا ۷۱۴ کالوري کيږي.
غنم
په هند کي د ورځني خوراک ۲۱ سلنه برخه غنم او د غنمو مصنوعات ده چي تقريبا ۵۱۵ کالوري کيږي.
جوار
په هند کي د ورځني خوراک ۲ سلنه برخه جوار دي چي مقدار تقريبا ۵۲ کالوري کيږي.
بېلابېل غله جات
په هند کي د ورځني خوراک ۵ سلنه برخه بېلابېل غله جات ده چي تقريبا ۱۲۲ کالوري کيږي.
سابه
په هند د ورځني خوراک ۲ سلنه برخه سبزيجات ده چي تقريبا ۵۲ کالوري کيږي.
نشايسته لرونکي يعني (کچالو، مولۍ، گازري)
په هند کي د ورځني خوراک ۲ سلنه برخه نشايسته لرونکي خوراک ده چي دغه مقدار تقريبا ۵۶ کالوري کيږي.
ميوه
په هند کي د ورځني خوراک ۳ سلنه برخه ميوه ده، چي دغه مقدار تقريبا ۶۷ کالورياني کيږي.
شيدې
په هند کي د ورځني خوراک ۵ سلنه برخه شيدې ده چي دغه مقدار تقريبا ۱۲۲ کالوري کيږي.
هګۍ
په هند کي د ورځني خوراک يوه برخه هګۍ ده چي دغه مقدار تقريبا ۹ کالوري کيږي.
غوړ
په هند کي د ورځني خوراک ۳ سلنه برخه غوړ ده چي دغه مقدار تقريبا ۶۵ کالورياني کيږي.
غوښي
په هند کي د ورځني خوراک يوه سلنه برخه غوښي ده چي دغه مقدار تقريبا ۲۹ کالورياني کيږي.
دال
په هند کي د ورځني خوراک ۵ سلنه برخه دال وي چي دغه مقدار تقريبا ۱۲۷ کالورياني کيږي.
الکهول
د خوراک دومره کمه برخه چي صرف ۱۰ کالورياني کيږي.
نور...
په هند کي د خوراک يوه سلنه برخه د ورځي نور بېلابېل شيان دي چي دغه مقدار تقريبا ۲۹ کالورياني کيږي.