په هند کی د دیوالي جشن
هندوان په ټوله نړۍ کی د څو ورځو له پاره د دیوالي جشن لمانځي. ددغه جشن د لمانځلو موخه د څراغانو په لگولو سره پر بلاگانو یا شیطانانو باندي په اصطلاح بری دی.
د رڼاگانو د جشن پیل
دیوالي یو هندی لغت دی او مانا یې د څراغانو ځنځیر نومیږي. د دیوالي جشن د هندوانو له مهمو جشنونو څخه شمیرل کیږي، خو د هیواد په بیلابیلو برخو کي بیا په مختلف ډول لمانځل کیږي. په دغه جشن کي د تیلو د څراغانو، شمعو او سورسورانکو څخه کار اخیستل کیږي.
د روښنايي رامنځته کیدل
د هند په شمال کي بیا خلک تر څوارلس کلن تبعید وروسته د رب النوع «راما» بیرته راتگ او د نوي کال پيل لمانځي. کوچنیان بیا تر ټولو زیات د سورسورانکو لگولو ته خوشحاله وي.
پر شیطانانو باندي بری
د هند په سویل کي بیا د رب النوع کریشنا په ویاړ څراغونه بلیږي. ویل کیږي چي هغه په یوه خونړۍ جگړه کي د زرونو انسانانو ژوند ژغورلی دی.
فامیلي مېله
د څراغانو دغه جشن بیا د هیواد د بیلابیلو برخو څخه کورنۍ سره یو ځای کوي. دیوالي یوه ملي ورځ ده او په هغه ورځ په ټول هیواد کي عمومي رخصتي وي. کورنۍ په گډه سره ډوډۍ خوري، نوي کالي اغوندي او یو بل ته سوغاتونه ورکوي.
د بډای کیدو هیله
د رڼاگانو تر مېلې مخکي لا ډیر سره زر رانیول کیږي. دا ځکه چي زیاتره په دې باور دي چی د سروزرو رانیول نیکمرغي راولي او د ژوند سطحه لوړوي. تر دغه جشن مخکي لا په بازار کي د سروزرو بیه لوړیږي.
دیوالي مو مبارک
همدارنگه په نورو آسیايي هیوادونو، لکه سینگاپور، مالیزیا او یا نیپال کي، چي د هندوانو اقلیتونه موجود دي، هم د دیوالي په ورځ رخصتي وي. په دغه ورځ خلک د Happy Diwali په ویلو سره یو بل ته مبارکي ورکوي.