په هند کې د ګودي پادوا يا نوي کال لمانځل
ګودي پادوا د نوي کال، پسرلي او د حاصلاتو يو فيستيوال او د هند د مهاراشترا ايالت د کابو ۱۱۵ ميليونه وګړو له پاره د کال تر ټولو مهم جشن دی. دا فيستيوال رنګونه، ارزښتونه او خوندور خواړه سره يوځای کوي.
نوي کال ته هرکلی
په ممبی کې چې د مهاراشترا ايالت مرکزي ښار دی، ګودي پادوا په ځانګړو ډله ايزو مارشونو لمانځل کيږي. په دې توګه د هندوانو نوي کال ته هرکلی ويل کيږي.
د ژوند دوران
په دې ورځ هندوان د خپل څښتن براهما له خوا د ځمکې د جوړيدو له کبله هم مننه کوي. په کليوالي سيمو کې په دې ورځ د نيالګيو کښینول او د تخمونو شيندل هم پیليږي.
ګودي هم چمتو دی
لومړی د کور ټول کالي پريولل کيږي او کور ښه پاکيږي بيا ګودي درول کيږي. ګودي چې د براهما سر هم ورته ويل کيږي، د باڼس په يوه لرګي پوري د مسو د يوه لوښي او رنګه ساړۍ په تړلو جوړيږي او بيا ښه سنګار کيږي. دا پر نورو سربيره د دښمنانو پر وړاندي د سيمه ايزو باچاهانو د بريا نمونه هم بلل کيږي.
بنګړي، مهم سنګاري توکي
په دې ورځ ښځې په خپلو ټولو ګاڼو ځانونه ښه سينګاروي. دا ورځ د ګاڼه پلورونکو له پاره هم د کال تر ټولو مهمه ورځ ده. هندوان په دې ورځ د سپينو يا سرو زر او نورو ګاڼو رانيول پر نيک فال نيسي.
نوی پيل
د نويو کاليو او ګاڼو رانيول د نوي پيل، شتمنۍ او د هيلو د پوره کيدو د اميد سره تړل کيږي.
د موسيقۍ په ټال
د دوديزو مارشونو په ترڅ کې پر سړکونو، کوڅو او بازارونو کې له موسيقۍ سره نڅاوي کيږي، ځکه ګودي پادوا د خوښيو يوه ورځ ده.