په يوه ځانمرګي بريدکي دکندهاردامنيې قومندان ووژل سو
۱۳۹۰ فروردین ۲۶, جمعهپه دغه ولايت کي وژني امنيت ته يو ترټولو سترګواښ دی،او په تيرو ۹ کلونو کي دغه ولايت د اسلامي جنګيالو خلاف په جګړه کي د جنګ ډګر ګرځيدلی دی.
د کندهار دوالي وياند ځلمي ايوبي ويلي دي چي «ځانمرګي بريد کوونکي د پوليسو په يونيفورم کي ځان په امنيه قومندانی کي الوزولی او د امنيې قومندان په کي شهيد شوی دی.»
په کابل کي د کورنيو چارو دوزارت وياند زمري بشري پيښه تايد کړې او ويلي يې دي چي په پيښه کي د امنيې قومندان خان محمد مجاهد د خپلو ۲ ساتونکو سره وژل شوې دې. هغه زياته کړه «په دغه ځانمرګي بريد کي ۲ تنه ساتونکي شهيدان شوي او ۳ تنه پوليس ټپيان شوي دي.»
د پيښي ځاې ته امبولانسونه او پوځي موټري رارسيدلی . دوکاندارانو خپل دوکانونه وتړل او کوڅې د ښاريانو څخه خالي سوې .
تر دې وړاندي خان محمد دوه ځلي د دغسي بريدونو څخه روغ رمټ وتلی ؤ . تيره مياشت د کندز د امنيې قومندان هم په يوه پيښه کي د =طالبانو لخوا وژل شوی وو.
د طالبانو وياند يوسف احمدي د پيښي پړه په غاړه اخيستې او ويلي چه دغه بريد د دوی د کسانو لخوا ترسره شوی دی.
دغه پيښه په هماغه تعمير کي رامنځ ته شوي، په کومه چي د فبروري په مياشت کي د ۱۹ تنو په ګډون چي ۱۵ تنه يي پوليس او دولتي مامورين وو د طالبانو سره په يوه نښته کي وژل شوي ول.
تيره اوني هم د طالبانو لخوا د کندهار په ښار کي د پوليس په يو مرکز په بريد کي ۶ تنه وژل شوي وو.
د ايساف د ځواکونو وياند ويلي چي د جمعي د ورځي په پيښه کي د دوي ځواکونو ته کون ته زيان نه دي اوښتي.
اژانسونه / سید ریاض
کتونکی: محمدقاسم نوري