1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چین کي انفلاسیون لږ سوی دی

۱۴۰۱ آذر ۱۸, جمعه

په چین کي د قیمتونو لوړیدل د جهان په مقایسه ثابت پاته دي. لکه څنګه چي د چین د احصایې مرکزي ادارې نن جمعه خبر ورکړی دی، په تیر نومبر میاشت کي انفلاسیون بیا هم راکښته سو.

https://p.dw.com/p/4KjoK
China | Wirtschaft
انځور: Andy Wong/AP/dpa/picture alliance

د تیر کال عین وخت په مقایسه په دغه هیواد کي د مصرفي اموالو قیمتونه ۱،۶ فیصده پورته سوي دي. په تیر اکتوبر میاشت کي په چین کي د انفلاسیون درجه ۲،۱ ته رسیدلې وه چي دا په مراتبو سره تر اروپا او امریکا لږ ده. هغه په تیر سپتمبر میاشت کي لا یو څه لوړ او ۲،۸ درجې ؤ.

په چین کي د محصولاتو د تولیدولو مصارف، کوم چي همیشه د قیمتونو پر لوړوالي او کښته والي باندي تأثیر کوي، په نومبر میاشت کي حتی ۱،۳ فیصده ته راکښته سوي وه.