په کابل کې هندي برمته شوې مرستندویه کارکوونکې وژغورل شوه
۱۳۹۵ مرداد ۲, شنبهسواراج په خپلې تویتر ټولنیزې پاڼه کې لیکلي دي: «زه د دې خبرې په اعلانولو خوشحاله يم چې جودیت دیسوزا، ژغورل شوې ده.»
هغې دا هم لیکلي دي چې له دیسوزا سره یې خبرې کړې دي. خو د هغې د روغتیایي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي. د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې په خبره میرمن دیسوزا به د یکشنبې په ورځ خپل هیواد ته ورسیږي.
څلویښت کلنه دیسوزا د هندوستان د ختیځ ښار کلکټې، اوسیدونکې ده. هغې په افغانستان کې د «آغا خان» مرستندویه سازمان له پاره د تخنیکي مشاورې په توګه کار کاوه.
هغه د جون میاشتې پر نهمه نیټه د کابل ښار له قلعه فتح الله سیمې څخه د خپل دفتر په مخ کې د ناپیژندل شویو وسلوالو کسانو له خوا برمته شوې وه.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې د دغې هندۍ وګړې تر آزادۍ وروسته په خپل تویتر پاڼه کې د افغانستان له خلکو مننه کړې ده: «مننه افغانستانه، د ټولو هغو هڅو او ملاتړ څخه چې د جودیت د ژغورنې په موخه دې ترسره کړې دي.»
په افغانستان کې د برمته نیونې په اړه نور مطالب: