1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۲۰۲۱ کال کې آلمان ته ډیر غیرقانوني کډوال راغلي دي

۱۴۰۱ آبان ۲۰, جمعه

د المان د «بیلډ» ورځپاڼې د راپور پر بنسټ په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د هغو کسانو شمیر چې په غير قانوني توګه آلمان ته راغلي، د تیر ۲۰۲۰کال په پرتله ۶۳ سلنه زیات شوی، او د دغو کسانو ډېری ېې د افغانستان، عراق او سوریې دي.

https://p.dw.com/p/4JO6f
آرشیف: د المان او پولنډ ترمینځ پولیس پلټنه کوي
آرشیف: د المان او پولنډ ترمینځ پولیس پلټنه کويانځور: Monika Skolimowska/dpa/picture alliance

تېر کال د آلمان پولیسو دغه هېواد ته له اجازې پرته د ډیرو کډوالو راتلل معلوم او ثبت کړي دي. د آلمان د فدرالي پولیسو د کلني راپور له مخې، چې ټاکل شوې د آلمان د کورنیو چارو وزیره نانسي فايزر او د فدرالي پولیسو مشر دیتر رومن یې د جمعې په ورځ په برلين کې وړاندې کړي، داسې ښکاري چې چارواکو تیر کال ۵۷ زره او ۶۳۷ کسان ثبت کړي. دا شمیرې آلمان ته د غیر قانوني کډوالۍ د هغه پیښو په پرتله زیاتوالی ښيي چې تیر کال په ورته موده کي ثبت شوي او په ۲۰۲۱ کال کې نږدې ۶۳ سلنه زیاتوالی ښیي.

د آلمان د فدرالي پولیسو په وینا، دا د ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې یو نوی ریکارډ دی.

دا راپور د جرمني خبري اژانس ته رسېدلی او د جرمني «بیلډ» ورځپاڼې هم په دې اړه راپور ورکړی دی.

«پر دغو لارو اروپا ته مه راځئ»

دا زیاتوالی شاید په ۲۰۲۰ میلادي کال  کې د کرونا وبا له خپریدو سره هم تړاو ولري ځکه هغه وخت د پروازونو د محدوديت له کبله په ښکاره توګه کم شمیر پناه غوښتونکي آلمان ته راغلي ول.

د دغه راپور له مخې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې آلمان ته د هغو کډوالو په شمیر کې زیاتوالی راغلی چې د بیلاروس له لارې د ختیځې اروپا هیوادونو ته رسیدلي دي.

آرشیف: د بالکان لار د اروپاېې ټولنې پولیس د کډوالو سره خبري کوي
آرشیف: د بالکان لار د اروپاېې ټولنې پولیس د کډوالو سره خبري کويانځور: Dirk Planert/DW

اروپايي ټولنه د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو تورنوي چې د بحراني سیمو څخه د اروپایی ټولنې بهرنیو سرحدونو ته د کډوالو د غیرې قانوني داخليدو په تنظیمیدونکو چارو کي ښکیل وو.

د دغه راپور پر بنسټ، د اروپايي ټولنې هېوادونو ترمینځ کډوالي په ځانګړې توګه له یونان څخه د غیر قانوني داخلي کډوالو په دې برخه کي مهم رول لرلی دی، هغه کسان چې په یونان کې د پناه غوښتونکو په توګه منل شوي دي په الوتکه کې جرمني ته راځي او بیا په دغه هیواد کې دویم ځل د پناه غوښتنه کوي.

کروشيا: کډوال په «لږ تاوتريخوالي» سره په شا تمبول کيږي

د فدرالي پولیسو د معلوماتو له مخې، حتی هره ورځ تر سلو پورې کسان پیژندل شوي چې دا طریقه یې کارولې ده. د دې راپور له مخې نږدې نیمایي خلک چې د سفر اجازې پرته د المان د فدرالي پولیسو لخوا په پولو کي نیول شوی دي د افغانستان، عراق او سورېې څخه راغلي.