1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين د امريکا پوځ «د نړيوالې سولې ويجاړونکی» بللی

۱۳۹۹ شهریور ۲۳, یکشنبه

چين د متحده آيالاتو پوځ غندلی او «د نړيوال نظام څخه سرغړونکی» يې بللی دی. د دې مياشتې په پيل کې امريکا داسې رپوټ خپور کړی وو چې د چين د پوځي پراختيا له «جدي پايلو» څخه يې پکې خبرداری ورکړی و.

https://p.dw.com/p/3iOpU
US-Militär in Afghanistan
آرشيف انځورانځور: Imago Images/Zuma/A. Dinner

د چين د دفاع وزارت د يکشنبې په ورځ‌ (د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په ۱۳مه) د چين د پوځي اهدافو په هکله د متحده آيالاتو يو رپوټ رد کړی او په مقابل کې يې ويلي چې متحده آيالات نړيوال نظام او بين المللي سولې ته تر ټولو ستر ګواښ پېښوي.‌ په دغه بيان کې د متحده آيالاتو رپوټ د چين د پوځي پاليسۍ «پارونکی انحراف» او «بدنامي» بلل شوې ده. د چين د دفاع وزارت په دغه ياد بيان کې ډګروال، وو چيان، ليکلي دي: «د ډېرو کلونو شواهد ښيي چې هغه متحده آيالات دي چې سيمه يزو ناکراريو ته لمن وهونکي دي او د نړيوال نظام او بين المللي‌ سولې ويجاړونکي دي.»

د چيان په خبره د عراق،‌ سوريې او ليبيا په څېر په نورو هېوادونو کې هم د متحده آيالاتو عمليات په تېرو دوو لسيزو کې د څه باندې ۸۰۰ زره خلکو د وژلو او د ميليونو نورو د بې ځای کېدو پايله لري. نوموړي په دغه بيان کې دا هم ويلي چې «د دې پر ځای چې د خپل ځان په اړه غور وکړي، متحده آيالاتو داسې يو ګويا رپوټ خپور کړی چې د چين د عادي دفاعي او پوځي جوړښت په هکله يې پکې غلطې تبصرې کړې دي.»

د هغه په وينا «موږ پر متحده آیالاتو باندې غږ کوو چې د چين ملي دفاعي او پوځي جوړښت ته په عيني او ذهني توګه وګوري، او له غلطو تبصرو او اړونده رپوټونو دې لاس واخلي،‌ او په دقيق عمل دې لاس پورې کړي څو د رغوونکو دوه اړخيزو پوځي اړيکو د پرمختيا فضا وساتي.»

د متحده آيالاتو په رپوټ‌ کې څه ليکل شوي؟

د چين د پوځ په هکله د متحده آيالاتو دغه رپوټ د سپتمبر په لومړۍ نېټه خپور شو. هغه خبرداری ورکوي چې د چين «د پوځي عصريتوب بهير، که ورته توجه ونه شي، د متحده آيالاتو د ملي ګټو او پر مقرراتو ولاړ د نړيوال نظام له پاره به جدي‌ پايلې ولري.»

دغه رپوټ چې ۱۵۰ پاڼې لري، تر ډېره د تايوان په وړاندې د چين ستراتيژي څېړي چې د متحده آيالاتو يو متحد هېواد دی چې چين يې د خپلې خاورې يوه برخه بولي چې د اړتيا په صورت کې به په زور الحاق يا له چين سره يو ځای کړل شي.

دغه رپوټ او په وړاندې يې د چين بيان په داسې وخت کيږي چې د بيجينګ او واشنګټن تر منځ اړيکې ډېرې سړې شوې دي. د سوداګرۍ، تکنالوژۍ، تايوان، بشري حقونو او د کرونا ويروس له وبا سره د چلن په هکله اختلافات د ناندريو کليدي ډګرونه ګرځېدلي دي.
 

آ./ن.ص./ا.ا.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور(15.06.2020):