1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرکټ ـ افغانستان له وېسټ انډيز څخه په ۶ منډو لوبه وګټله

۱۳۹۵ فروردین ۸, یکشنبه

په هند کي د ICC له خوا د منعقدو شل اوريزه لوبو په دويم پړاو کي چي ورته د سُپر لسو سټېج هم ويل کيږي، د افغانستان او وېسټ انډيز لوبه د افغانې لوبډلې په بريا پای ته ورسېده. (آرشيف انځور)

https://p.dw.com/p/1IKWs
انځور: Getty Images/AFP/P. Bhoot

د افغانستان او وېسټ انډيز تر منځ د يکشنبې د ورځي د کرکټ لوبه چي د هند په ناګپور کي تر سره سوه، د افغانستان د لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.

افغانستان په لومړي سر کي بېټينګ وکړ او وېسټ انډيز ته يې په شلو اورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځل کېدو سره د ۱۲۴ منډو هدف وټاکی. دا د هغه وروسته چي پچه د وېسټ انډيز لوبډلې وګټله خو د افغانستان لوبډلې ته يې دعوت ورکړ چي بېټينګ پېل کړي.

د افغانستان لومړي څلور لوبغاړي په لومړيو لسو اورونو کي په داسي حال کي وسوځېدل چي صرف ۵۲ منډي جوړي سوي وې. خو نجيب الله ځان ټينګ کړ او په ۴۰ توپونو کي يې ۴۸ منډي جوړي کړې. هغه څلور څلوريزي او يوه شپږيزه ووهله.

په ټوليزه توګه د افغانستان لوبډلې په شلو اورونو کي ۱۲۳ منډي په داسي حال کي جوړي کړې چي ۷ لوبغاړي يې سوځېدلي ول. په لومړي سر کي داسي معلوميده چي ګواکي د وېسټ انډيز له پاره د ۱۲۴ منډه هدف ډېر جګ هدف نه دی.

خو وېسټ انډيز چي د کرکټ د نړۍ يوه تکړه لوبډله شمېرل کيږي، ونه توانېد چي د افغانستان د لوبډلې له خوا ورته ټاکل سوي د منډو هدف ته ځان ورسوي. د وېسټ انډيز لوبډله په شلو اورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځيدلو صرف ۱۱۷ منډي جوړي کړې او دغه لوبه يې بايلوله.