کوم پاسپورت تر ټولو زیات سرحدونه درته پرانیزي؟
ډیر کم پاسپورتونه داسې دي چې سړی پرې هر چیري او هر کله چې وغواړي پرته له ویزې سفر کولای شي. دلته هغه پاسپورته کتلای شئ چې ډير سرحدونه ورته پرانيستي دي او هغه هم چې د زیاترو هیوادونو سرحدونه یې پرمخ تړلي دي.
«جرمني ته ښه راغلاست»
آلمانیانو ته د نړۍ دروازې پرانستي دي. د لندن د مشورتي شرکت «هینلې او پارتنر» د معلوماتو په حواله آلمانان ۱۷۷ هیوادونو ته بې له ویزې سفر کولای شي. له دې سره آلمان په پرله پسې دریم کال لومړی ځای خپل کړی.
له خپل وطن سره مینه او نړۍ ته غیږ پرانستي
دوهم ځای سویډن لري. د ښایسته کلیو او ښکلي طبیعت خاوند دغه هیواد د نوري نړۍ د سیلانیانو له پاره یو په زړه پورې ځای دی. خو سویډنیان خپله هم ډیر د سفر شوقیان دي. د دوی د ټولو خارجي سفرونو ۷۱ سلنه د سیاحت په موخه ترسره کیږي. د نړۍ د ۱۷۶ هیوادونو دروازې دوی ته پرانيستي دي او پرته له ویزې ورته سفر کولای شي.
د سنګاپور ملیمنو ته هم په ښه سترګه کتل کیږي
په آسیا کې د سنګاپور او جاپان پاسپورت لرونکي د سفر ډيره آزادي لري. د دغه هیوادونو وګړي ۱۷۳ ملکونو ته له ویزې اخیستو پرته تګ راتګ کولای شي. له دریم څخه تر نهم مقام پوري د ختیځې اروپا هیوادونو او همدا راز استرلیا، کانادا، جنوبي کوریا او نوی زیلاند خپل کړي. امریکا متحد ایالات وار د واره مخکې کیږي او څلورم مقام لري.
له چیک جمهوریت څخه د ټولي نړۍ سفر
د برلین دیوال تر ړنګیدو وروسته د ختیځې اروپا ډيرو هیوادونو خپل سرحدونو خلاص کړل. په ۲۰۰۸م کال کې چیک جمهوریت او هنګري د اروپايي ټولنې د نورو هیوادونو سره په شریکه د شینګن په ساحه کې شامل شول. د آیسلند هیواد سره په شریکه د دغه هیوادونو پاسپورتونه لسم مقام لري. د دغه پاسپورت لرونکي ۱۶۷ هیوادونو ته پرته له ویزې سفر کولای شي.
کولمبیا دی ژوندی وي
کولمبیا په یوه کال کې ډير پرمختګ وکړ. د لاتین امریکا دغه هیواد ۲۵ مقامه مخکې شو او اوس پنځوسم ځای لري. همدا راز د سویل ختیځې آسیا ټاپو وزمه هیواد ختیځ تیمور له اروپايي ټولني سره د ویزې د یوه دوه اړخیز تړون له برکته ۵۷ مقام ته لوړ شو.
چینایان نړۍ «فتح» کوي
د جاپان، جنوبي کوریا او امریکا متحدو ایالاتو سره د ویزې د محدودیتونو د نرمولو له امله اوس چینایان هم د سفر زیاته آزادي لري. ډيري چینایان له اقتصادي اړخه هم د دې جوګه دي چې نورو هیوادونو ته سفر وکړي. د رسنیو د رپوټونو په حواله استرلیا او بریتانیا پر دې اړه فکر کوي چې د چینايي وگړو له پاره د سفر شرایط آسانه کړي.
د اروپا پر لور تېښته
سوریايي وګړي یوازې ۳۲ هیوادونو ته پرته له ویزې سفر کولای شي. دغه عربي هیواد له دې سره د پاسپورتونو په نړیواله درجه بندي کې ډیر شاته دی. خو د سوریايي پاسپورت درلودونکي بیا لږ تر لږه یو چانس لري چې د یوه پناه وړونکي په توګه په اروپا کې ومنل شي. د عراق او یا افغانستان د مهاجرو له پاره بیا دا ډيره مشکله ده.
د افغانانو له پاره کمه هیله مندي
افغانستان هم په دغه درجه بندۍ کې له هغو هیوادونو څخه یو دی چې وروستي مقامونه لري. په دې توګه دغه هیواد د سوریې، سومالیا، پاکستان او عراق ترڅنګ په هغو پنځوو هیوادونو کې شامل دی چې وګړو ته یې قانوني سفر تقریباً ناممکنه کوي. د دې وجه په دغه هیوادونو کې د څو کالو سیاسي بې ثباتي ده.