کېمرون: له خپلي دندې به استعفی وکړم
۱۳۹۵ تیر ۴, جمعه
ايا بريتانيه په اروپايي اتحاديه کي پاته سي او که ورڅخه ووځي؟ دا هغه سوال ؤ چي بريتانويانو د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د جون ۲۳مه نېټه) په تر سره سوي رېفراندم يا ولسپوښتنه کي جواب کړ. په دغه رېفراندم اکثريت رايه اچونکو د دې په حق کي رايي اچولي چي بريتانيه له اروپايي اتحاديې ووزي.
د آلمان ږغ ډويچه وېله پښتو پاڼي په دغه مطلب کي تاسو ته د برېکسيټ سره تړلي وروستي خبرونه خپروي. پر دغه موضوع وروستي خبرونه همدلته لوستلای سئ:
جمعه، ۰۱:۰۲ بجې
د سکاټلنډ حکومتي مشره نیکولا سټرجن پر دې غور کوي چي ايا له بريتانيې د سکاټلېنډ د بېلوالي په مقصد د بل رېفراندم غوښتنه وکړي او که څنګه. نوموړې د جمعې په ورځ وويل چي د دا ډول يو رېفراندم له پاره به قانوني لاري چاري برابري کړل سي.+++
د مېرکل لومړی غبرګون
د آلمان صدراعظمې انګېلا مېرکل په برلين کي وويل چي د برېکسيټ له کبله خواښينې ده. هغې دغه څرګندونې و خبري کانفرانس ته د وينا پر وخت وکړه. د هغې په وينا دا د اروپا له پاره يو لوی بدلون دی. مېرکل وويل چي «دا خبره بايد هيڅکله هيره نه کړو، چي د اروپايي اتحاديې مفکوره د سولي مفکوره وه.» مېرکل وويل چي بايد په عجله کي نتيجه ګيرۍ ونه سي او هر څه بايد اوس په سړه سينه تر سره سي.+++
ډونلډ ټرمپ هم د برېکسيټ په تړاو خپل غبرګون ښودلی: د هغه په وينا «بريتانويانو پر خپل هيواد کنټرول بېرته په لاس راوړی.»+++
موسکوويچي د اروپايي اتحاديې له پاره د ماليې د وزير غوښتنه وکړه
جمعه، ۱۰:۰۶ بجې
د اروپايي اتحاديې د پيسو کميسار پيېر موسکوويچي غواړي چي د برېکسيټ وروسته د اتحاديې پاته غړي هيوادونه خپل تر منځ شراکت لا زيات کړي. هغه د فونکه په نوم د رسنيو ډلې ته ويلي دي چي په دې ترڅ کي دي اروپايي اتحاديه خپل د ماليې وزير ولري.
+++
مېرکل له ګوندونو سره مشورې کوي
جمعه، ۹:۴۷ بجې
د آلمان صدراعظمه انګېلا مېرکل به په ۱۱:۳۰ بجو د آلمان د پارلمان له ډلو او ګوندونو سره ملاقات وکړي. هغه به په دغه ملاقات کي د برېکسيټ په تړاو سلامشورې وکړي. د آلمان يو شمېر حکومتي غړو تر مخه لا د برېکسيټ په تړاو خپله خواښيني څرګنده کړې وه. انګېلا مېرکل به په ۱۲:۳۰ بجو د برېکسيټ په تړاو خپل غبرګون روښانه کړي او په تړاو به يې رسنيو ته وينا واوروي.
+++
کېمرون وايي چي استعفی به وکړي
+++
د داکس اسعارو بازار د ۲۰۰۸ کال راهيسي تر ټولو ټيټ
جمعه، ۹:۰۷بجې
په بريتانيه کي د برېکسيټ د پايلو د څرګندېدو وروسته د اسعارو بازارونو ريکارډ تاوانونه کړي دي. په دې ترڅ کي د داکس بازار ۹،۹۸ فيصده رالوېدلی دی.
+++
توسک: «د وارخطا غبرګونونو وخت نه دی»
جمعه، ۹:۰۳ بجې
د اروپايي اتحاديې د شورا رئيس دونلد توسک د اروپايي اتحاديې د ۲۷ غړو هيوادونو په استازيتوب ويلي دي چي هيڅ حقوقي خلا به رامنځ ته نه سي. د هغه په وينا د اروپايي اتحاديې قواعد د بريتانيې له پاره تر هغه وخته پر ځای پاته دي، تر څو چي د بريتانيې وتنه بشپړه سوې نه وي. نوموړي ويلي چي دا يو ډېر جدي حالت دی، «خو د وارخطا غبرګونونو وخت نه دی. موږ ځانونه د داسي حالت له پاره ترمخه لا تيار کړي ول.»
برېکسټ ولسپوښتنه، نتايج
جمعه، ۸:۳۹ بجې
ټولي رايي شمېرل سوي دي او د برېکسيټ د پلويانو رايي په اکثريت کي دي. وروستۍ پايلي ښيي چي په اروپايي اتحاديه کي د پاته کېدو په حق کي ۴۸،۱ فيصده او د وتلو په حق کي ۵۱،۹ فيصده رايي کارول سوي دي.
+++
د اسعارو بازارونه په منفي کي
جمعه، ۸:۳۱ بجې
د بريتانيې پيسه پاونډ ارزانه سو او د اسعارو بازارونه په منفي کي روان دي. په دې ترڅ کي داکس د ۲۰۰۸ کال راهيسي تر ټولو ټيټ تللی دی.
+++
هېمونډ:«کېمرون به لومړی وزير پاته سي»
جمعه، ۸:۱۸ بجې
په بريتانيه کي د برېکسيټ ولسپوښتنه د لومړي وزير ډېويډ کېمرون له پاره يوه روښان او سخت شکت دی. د بريتانيې د بهرنيو چارو د وزير هېمنډ و «سکای نيوز» تلويزيوني کانال ته د کېمرون په تړاو وويل: «هغه به لومړی وزير پاته سي او د برېتانوي ولس فيصله به عملي کړي.»
+++
د بي بي سي رسنۍ په آند پايله څرګنده سوه
جمعه، ۸:۱۰ بجې
د بي بي سي د خبر له مخي د رايې اچونې د ټولو مراکزو اچول سوي رايي شمېرل سوي دي. د دغو شمېرنو له مخي د برېکسيټ يعني له اروپايي اتحاديې څخه د وتلو په حق کي ۵۱،۹ فيصدو او د پاته کېدو په حق کي ۴۸،۱ فيصدو رايه اچونکو رايي اچولي دي.
شتاين ماير: «يوه غمګينه ورځ»
جمعه، ۶:۵۹ بجې
د آلمان د صدراعظمې انګېلا مېرکل مرستيال او د آلمان د سوسيال ډيموکراټ ګوند رئيس زيګمار ګابريل او په همدې شان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير د برېکسيټ د رايو په تړاو خپل نظر څرګند کړ. شټاين ماير پر خپله ټويټر پاڼه وليکي چي د برتيانې وتنه «په حقيقي توګه وېښوونکې ده.» هغه ليکلي چي داسي برېښي چي دا به «د بريتانيې او اروپا له پاره يوه غمګينه ورځ وي.»
په وروستيو دقيقو کي
پنجشنبې، ۲۲:۵۸ بجې
د دې څخه څو دقيقې تر مخه چي د رايي اچونې مراکز وتړل سي، د لندن پخواني ښاروال او د برېکسيټ پلوي کوونکي سياستوال بوريس جانسن خپله رايه وکاروله.