ګرو ګرمیت رام رحیم سینګ څوک دی؟
ګرو ګرمیت رام رحیم سینګ، ادعا کوي چې د مریدانو شمیر یې پنځوس میلیونه دی، خو ډیر شمیر کړۍ هغه یو شخړه ایز شخصیت ګڼي. خو آخر په دغه مذهبي مشر کې داسې څه دي چې د هند یو مهم او روحاني مشر ګڼل کیږي.
ګرو ګرمیت رام رحیم سینګ، د «چمګیلا ګرو» په نامه هم پیژندل کیږي. ځکه هغه رنګارنګ کالي اغوندي او پړقیدونکي طلا په غاړه کوي. هغه د بالي ووډ په یو شمیر فلمونو کې راڅرګند شوی دی، چې دغه فلمونه یې په خپل لګښت جوړ کړي دي. خو دا چې هغه عاید له کومه تر لاسه کوي، تر اوسه پورې معلومه نه ده.
ګرو ګرمیت رام رحیم سینګ، خپل ځان ته «مدني فعال» او «بشر دوست» وایي. هغه خپله یوه مذهبي ډله هم جوړه کړې ده، چې په کې د هند د مختلفو دینونو خلک د ده پیروان دي. په ۲۰۱۰م کال کې هغه د ډله ایزو ودونو مراسم هم تر سره کړي وو چې په کې د ده زرو پيروانو له هغو ښځو سره ودونه کړي وو چې پخوا یي بد لمني کوله.
په نزدې تیر وخت کې د ګرو ګرمیت رام رحیم سینګ، یو شمیر فلمونو رونق موندلی وو چې په کې «مسینجر فرم ګاډ» یا د خدای پیغمبر او یو شمیر نور فلمونه هم شامل دي. په دغو فلمونو کې هغه خپل ځان د داسې یوه کس په توګه ښوولی چې د کوم لوړ مقام خاوند وي. دغه شان هغه د موسیقۍ ځینې البومونه هم وړاندې کړي دي. په ۲۰۱۴م کال کې د ده یوه سندره «لو چارجر» ډیره مشهوره شوې وه.
په ۲۰۰۷م کال کې ګرو ګرمیت رام رحیم سینګ، په یوه اعلان کې د ګرو ګوبند سینګ، په بڼه راڅرګند شو. له دې کبله د سیکانو ټولنه کې غوسه راپاریده. ګرو ګوبند سینګ، سکان خپل معتبر مذهبي مشر ګڼي او له دې کبله یې هغه ته د «سپکاوي» په تور سکانو په هند کې لاریونونه وکړل. بالاخره د رام رحیم ډلې له خوا بخښنې دغه موضوع سړه کړه.
په هند کې د بیلا بیلو مذهبي ډلو د احساساتو د ژوبلولو سربیره پر ګرو ګرمیت رام سینګ باندې جرمي تورونه هم لګیدلي دي. په ۲۰۰۰م کال کې د یوه خبریال د وژلو د توطیې په قضیه کې له هغه څخه پوښتنې ګرویږنې وشوې. خو په ۲۰۰۲م کال کې د جنسی تیرې په یوه تور کې هغه د روان میلادي کال د اګست په ۲۴ تورن وګڼل شو.
د محکمې له لوري د ګرو ګرمیت رام رحیم سینګ، تر مجرم ګڼلو وروسته په هریانه او پنجاب ایالتونو کې د هغه مریدانو احتجاجونه پېل کړل. د دغه احتجاجونو په ترڅ کې تر اوسه لږ تر لږه ۳۱ تنه وژل شوي دي. په دغه ترڅ کې یو شمیر امنیتي ځواکونه هم ټپیان شوي دي. ډیر شمیر کسان د هغه په پلرني ټاټوبي پنچکولا کې وژل شوي دي.
په ځانګړې توګه په پنچکولا کې د رام رحیم مریدانو دولتي تأسیساتو ته زیان اړولی دی. پر دې سربیره قهریدلو لاریون کوونکو یو شمیر موټر هم وسوځولې. د هند لومړي وزیر نریندر مودي ویلي دي چې پر لاریونونو باندې د کنترول له پاره له ټولو وسایلو کار واخیستل شي.
د هریانه او پنجاب په بیلابیلو سیمو کې د تاوتریخوالي له کبله په حساسو سیمو کې امنیتي ګامونه اخیستل شوي دي. خو د ځایي رسنیو په حواله قهریدلي لاریون کوونکي ماتې خوړلو ته نه تسلیمیږي.
ځایی چارواکو په ځینو ځایونو کې پر ګرځیدو بندیز لګولی دی. په چندي ګړهـ او شا او خوا سیمو کې ۱۵ زره امنیتي ځواکونه پر دندو ګمارل شوي دي.
د ګرو ګرمیت رام رحیم سینګ، پلرني ښار پنچکولا د جګړې د ډګر بڼه غوره کړې وه. چارواکي د وضعیت د کنترولولو له پاره پوره هڅه کوي.