یونان: اورلګېدنې په لسګونو پناه غوښتونکي بی سرپناه کړل
۱۳۹۹ اردیبهشت ۸, دوشنبهد پناه غوښتونکو د نوم ثبتونې په چارو کې د یونان حکومت ځانګړي مامور مانوس لوګوتیتیس، د فرانسی خبري آژانس ته وویل چې د اورلګېدنې په پایله کې شاوخوا ۲۰۰ پناه غوښتونکي بی کوره شوي دي.
تر اوسه پورې د دغې اورلګېدنې له امله د کوم کس د احتمالي ټپي کیدنې او یا زیانمنیدو په اړه خبر نه دی ورکړل شوی. د لوګوتیتیس د څرګندونو پر اساس اورلګېدنه د پناه غوښتونکو ترمنځ د شخړې په پایله کې رامنځته شوې ده.
په دې کمپ کې د پناه غوښتونکو شمیر تر ټاکل شوي ظرفیت څخه څو برابره لوړ دی. په داسې حال کې چې دا کمپ د ۶۵۰ تنو له پاره جوړ شوی وو، اوس په کې شاوخوا ۷۰۰۰ پناه غوښتونکي ژوند کوي.
د یونان حکومت په پام کې لرل چې له دغه کمپ څخه تر ۲۳۰۰ پورې پناه غوښتونکي په ځانګړي توګه ناروغ او د پاخه عمر لرونکي کسان د یونان نورو ښارونو ته انتقال کړي، خو د یونان د حکومت دغه طرحه د کرونا ویروس د وبا له امله وځنډول شوه.
تر اوسه پورې د یونان د ټاپوګانو لسبوس، خیوس، ساموس، لروس او کاس د مهاجرو په کمپونو کې د کرونا پر ویروس د اخته کیدو کومه پيښه نه ده ثبته شوې، خو د یونان په نورو ښارونو کې د پناه غوښتونکو په دوو کمپونو او یو هوټل کې چې د پناه غوښتونکو د ساتنې له پاره ترې کار اخیستل کیږي د کرونا ویرس خپور شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د خیوس په ټاپو کې د پناه غوښتونکو په یوه کمپ کې اورلګېدنې سخت زیان اړولی وو. د دې اورلګېدنې په پایله کې د استوګنې ډیر شمیر کانتینرونه، یو کانتین او د مهاجرو په چارو کې د اروپایي اتحادیي دفتر په بشپړ ډول سوزیدلي وو. دغه اورلګېدنه په دغه کمپ کې د یوې عراقۍ ښځې تر مړينې وروسته رامنځته شوې وه.
د کمپ اوسیدونکو ادعا لرله چې دغه عراقۍ میرمنه پر کرونا ویروس د اخته کیدو له امله مړه شوې ده، خو مسئول چارواکو د پناه غوښتونکو دغه ادعا رد کړې ده.