یوه کوتره په ۱،۶ میلیونه یورو پلورل شوې
۱۳۹۹ آبان ۲۶, دوشنبهد PIPA په نوم د بولۍ شرکت ویلي دي چې دغه کوتره چې کېم نومیږي، یو نوی ریکارډ جوړ کړی دی. تر دې دمخه په تیر میلادي کال کې د ارماندو، په نوم یو کوتر په ۱،۲۵ میلیونه یورو پلورل شوی وو.
په آنلاین بڼه لیلامۍ کې د نیو کېم، کوترې بولي له ۲۰۰ زره یورو څخه پېل شوه، خو په داسې بیه وپلورل شوه چې دمخه یې ساری نه لیدل کیږي.
د دغه شرکت مشر نیکولاس ګایزل بريشت، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «زما په آند دا په نړیواله کچه یو ریکارډ دی، په رسمي ډول په دومره لوړه بیه [د کوترې] پلورل نه دي ثبت شوي.» هغه په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې دی باور نه کوي چې بیا دې کله دغه شمیر ته ورسیږي. د نیکولاس په خبره د کوترې رانیونکی چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ښایي دغه کوتره وروزي.
په دې وروستیو کلونو کې اروپايي مرغیو نړیوال شهرت موندلی دی، په ځانګړې توګه په چین کې چیرې چې د کوترو سیالۍ له کبله ډیر عاید ترلاسه کیدای شي.
زموږ له آرشیف څخه: