پاکستان د افغان سندرغاړو او موزیک غږوونکو اخراجونه ځنډولي
۱۴۰۳ دی ۲۲, شنبهدغه افغان هنرمندان د هغو کابو یو نیم میلیون افغانانو له ډلې دي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، پاکستان ته مهاجر شوي دي.
د ممتاز احمد په نوم یو وکیل چې د دغو افغان هنرمندانو له پاره هڅې کوې اسوشتید پریس ته وويل چې د محکمې حکم په خپل ډول کې لومړنی حکم دی. هغه وويل دغه حکم د دغو ۱۵۰ افغانانو له پاره یو لوی تسکين دی کوم چې له ۲۰۲۳م کال راهیسې په پاکستان کې په یو بې برخلیک حالت کې ژوند کوي. پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د هغو افغانانو چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، د اخراج يو پراخ بهیر پيل کړ.
د احمد په خبره محکمې ويلي تر هغې چې د دغو افغانانو د پناه غوښتنې په هکله تصمیم نیول کيږي چارواکې دې دوی نه اخراجوي او یا دې په زور زیاتي خپل هېواد ته ستنېدو ته نه اړ باسي.
ورته نور: په پاکستان کې د افغان مهاجرو د وضعیت په هکله د آلمان اندېښنه
د ملګرو ملتونو اړوند سازمانونو د پاکستان حکومت له لوري د افغانانو د اخراجولو پریکړه غندلې او ویلي ېې دي چې دا کېدای شي د بشري حقونو د شدید نقض سبب واقع شي چې د کورنيو جلاکېدل او د کمکیانو اخراجونه هم په کې راځي.
پاکستان د تېرو ۱۸ میاشتو په جريان کې څه باندې ۸۰۰زره افغانان چې په پاکستان کې ېې د اوسېدو قانوني اسناد نه درلودل، اخراج کړي دي. دغه افغانان له ۲۰۲۱م کال راهیسې له مختلفو لارو پاکستان ته داخل شوي ول.
ورته نور: پاکستان: د جون تر ۳۰ به هیڅ راجستر شوی افغان نه اخراجیږي
احمد وویل چې د محکمې د حکم مطابق دغه ۱۵۰ افغانان باید په راتلونکو دوو میاشتو کې خپل برخلیک وټاکي او همدارنګه باید د ملګرو ملتونو د مهاجرت په اداره کې د مهاجرو په توګه ثبت شي.
نوموړی د محکمې پر حکم خوښي څرګنده کړه: «زه ډېر خوښ یم او موږ له محکمې مننه کوو او هیله لرو چې نور به له زور زیاتي او په زوره اخراج سره نه مخ کيږو.» ممتاز احمد وايي که چېرته دغه افغان سندرغاړي او موزیک غږونکي په زور افغانستان ته اخراج شي ښايي هلته ېې ژوند محفوظ نه وي. طالبانو په افغانستان کې ساز او سرود بند کړي دي.