1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

آیا د استراليايي عسکر او افغان ماشوم جنجالي انځور جعلي دی؟

۱۳۹۹ آذر ۱۶, یکشنبه

په وروستيو کې د يوه چینايي چارواکي پر ټويټر داسې يو انځور خپور شو چې په هغه کې يوه استرالیايي سرتيري د يو افغان ماشوم پر غاړه په وينو ککړه چاړه نيولې ده. اوس داسې ويل شوي چې دغه انځور نيمه جعلی دي.

https://p.dw.com/p/3mHcp
Symbolbild Australien China
انځور: Colourbox/A. Mijatovic

په ديجتلي بڼه بدل شوي دغه انځور کې يو استراليايي عسکر په داسې حال کې لیدل کيږي چې د يوه افغان ماشوم پر غاړه يې په وينو ککړه چاړه ايښې ده. دغه انځور د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند، زاهو لیجيان، د دوشنبې په ورځ  پر ټويټر خپور کړی وو. ياد انځور چې پر ټولنيزو رسنيو ډير خپور او د استرالیا غبرګون يې هم له ځانه سره لرلی، اوس ويل شوي چې نيمه جعلی دي.

د دغه انځور خپرول د کنبيرا (د استرالیا پلازمينه) غوسه راوپاروله او له ټويټر څخه يې د انځور د حذفولو غوښتنه وکړه، خو ټويټر رد کړه.

په کنبيرا کې د چين سفير د جمعې په ورځ ABC تلويزيون ته وويل چې له افغانستان څخه د استرالیا د لومړي وزير، سکات موريسون له خوا د بخښنې غوښتنه، په افغانستان کې د استراليايي ځواکونو جنګي جنایاتو په اړه تحقیقاتو ته لا توجه ډيره کړې ده.

خو د سایبرا په نوم یوه اسرائيلي سايبري امنيتي شرکت ويلي دی چې دا په ډیر لوړ احتمال سره د زوها ټويټ له پاره یو تنظيم شوي کمپاين وو.

سايبرا ويلي دي چې د دوی معلومات ښيي چې د زوها له ټويټ سره تماس درلودنکي ۵۷ اعشاريه ۵ سلنه اکاونټونه جعلي دي او «دا د غلطو معلوماتو د خپرولو په موخه د يوه پراخ کمپاين شواهد» دي کوم چې موخه يې د پيغام تقویت کول دی.

Australische Einheiten in Süd-Afghanistan
د افغانستان په سويل کې استراليايي ځواکونه انځور: Australian Defenses Forces/dpa/picture alliance

خو دا چې د دغه کمپاین تر شا د چا لاس دی، سايبرا يې په اړه جزئيات نه دي ورکړي.

د اسرائيلو دغه سايبري امنيتي شرکت زياته کړې چې دوی ۱۳۴۴ داسې پروفايلونه موندلي چې ډيره برخه ېې په نومبر مياشت کې جوړ شوي او يو ځل کارول شوي تر څو د زوها ټويټ بیا ځلي خپور کړي.

خو چين بيا د سايبرا دغه ادعاوې «بې بنسټه» بللي دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ په دې اړه د رويټرز د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: «دا د غلطو معلوماتو د خپرولو يوه زړه بیلګه ده. ټويټر، د ټويټونو د مديريت خپله پاليسي لري.»

د ټويټر يوې وياندې ويلي دي چې دوی په خپل محتاط حالت کې پاتې کيږي، خو زياتوي چې د سايبرا شرکت موندنې کره نه دي، ځکه هغوی يوازې پر عامه معلوماتو باندې متکي دي يا په اختیار کې لري.