انځوریز البوم: په بامیان کې د لاسي صنایعو او سیمه ایزو تولیداتو نندارتون
په بامیان کې د سوداګرۍ او صنایعو په برخه کې د ښځو د ملاتړ په موخه د دوو ورځو له پاره د لاسي صنایعو او سیمه ایزو تولیداتو نندارتون جوړ شوی، خو ښځې دغه نندارتون ته د ورتګ اجازه نه لري.
نندارچیان ټول نارینه دي
د سیمه ایزو تولیداتو له پاره جوړ شوی یاد نندارتون د چهار شنبې په ورځ د جون میاشتې ۲۱ نېټه د بامیان ولایت په مرکز کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همکارۍ د آغا خان پرمختیايي بنسټ له خوا پرانستل شو.
د سوداګرو ښځو ملاتړ، خو د ښځو له حضور پرته؟
د بامیان ولایت له پاره د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ آمر نعیم رضايي دویچه ویله ته وویل چې د دغه نندارتون د پیلولو موخه د لاسي صنایعو او محلي تولیداتو معرفي کول او همدارنګه د بامیان د سوداګرو ښځو او کسبه کارانو ملاتړ دی: «دا د سږکال د لاسي صنايعو لومړى نندارتون دى، چې په دغه ولايت کې د ګرځندوی موسم له پيل سره سم پرانیستل شوی.»
خامکي جامې
د دغو هزارګي جامو بيه له پنځو تر لسو زرو افغانيو پورې ده او د دغو خامکي جامو ډېر پېرودونکي بهر میشت افغانان دي.
د ښځو لاسي صنایع
په دغه نندارتون کې مسلکي سوداګرې مېرمنې خپل لاسي محصولات لکه جامې، خولۍ، ګلدوزي شوي غاړي او لمنې، واسکټونه، چپنې، نمد او دستکولونه نندارې ته وړاندې کړي دي.
د ښځو د جامو ننداره
وروسته تر دې چې ښځې او نجونې له زده کړو څخه محرومې شوې، یو شمېر یې لاسي صنایعو ته مخه کړې.
له کسبه کارانو څخه د بانکدارانو ملاتړ
د سیمه ایزو محصولاتو په برخه کې لبنیات، کورت، چکه، مستې، ژیړ غوړي،، شړومبی، قیماق او کوچ هم د خرڅلاو له پاره نندارې ته اېښودل شوي دي. یو شمیر بانکداران هم په یوه غرفه کې حضور درلود او له کسبه کارانو څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
کسبه کاري ښځي د بازار له نشتون څخه شکایت کوي
زينب کريمي چې یوه سوداګره ده، وايي چې د لاسي صنايعو پېر او پلور د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو په شمېر پورې اړه لري او په پسرلي او دوبي کې يې بازار ښه کېږي: «له مني مخکې زموږ بازار ډېر ښه و، بهرني سيلانيان راتلل او زموږ لاسي صنايع يې پېرل، خو په تېرو دوو کلونو کې زموږ بازار خراب شوی او د ژمي په موسم کې لا زیان کوو.»
د ښځو جاميې، خو د هغوی نه شتون
دا جامې د ښځو او نجونو د کار محصول دی. خو د طالبانو د بندیزونو له امله په بازارونو کې د نجونو او ښځو شتون خورا کم شوی دی. په دې نندارتون کې ښځي نندارچیانې نه وې.
له زده کړو بې برخې شوې نجونې او ښځې لاسي صنایعو ته مخه کړې
وروسته له هغه چې طالبانو د ښځو پر کار او زده کړې بندیز ولګاوه، زیات شمېر ښځې مالداري او لاسي صنایعو ته مخه کړې ترڅو له یوې خوا له رواني ناروغیو وژغورلې شي او له بلې خوا له خپلې کورنۍ سره د نفقې په بیدا کولو کې مرسته وکړي.
د پوهنتون پر ځای دوکان
مینا ابراهیمي په ۱۴۰۱ کال کې د کابل طبي علومو پوهنتون ته داخله شوې وه، خو وروسته له هغه چې طالبانو د پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ وتړلې، هغه مجبوره شوه چې د لاسي صنایعو دوکان پرانیزي. مینا ابراهیمي دویچه ویله ته وویل: «زه وزګار وم، د لاسي صنایعو یو دوکان مې په کرایه نیولي چې مخکې زموږ یو ګاونډي پکې کار کاوه، هغه ایران ته ولاړ او اوس همدلته شیان خرڅوم.»
پر نجونو رواني فشارونه ډېر شوي
ابراهیمي وايي، وروسته له هغه چې طالبانو ښځې له زده کړو او کار کولو منع کړې، د دوی په کلي کې د هغې یو شمېر ټولګیوال او نجونې له رواني ستونزو سره مخ شوې دي.
ګرځندوی د بامیان خلکو له پاره دریمه عایداتي سرچینه ده
بامیان چې په زړه پورې طبیعي منظرې، تاریخي او کلتوري سیمي لري، هر کال د څه باندې دوه سوه زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو کوربه وي. خو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د بهرنیو سیلانیانو حضور کم شوی او له دې سره د سوداګرو ښځو پر کار او بار یې منفي اغېز کړی دی.