د طالبانو یوه مشر د خپل پلار قاتل وباښه
۱۴۰۱ آذر ۲۸, دوشنبهتیره میاشت د افغانستان د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د هیواد قاضیانو ته امر کړی و چې دوی دې د اسلامي قانون ټول اړخونه په بشپړ ډول عملي کړي، په کوم کې چې په عامه محضر کې اعدامول، سنګسار، په دُرو وهل او د غل لاس پرې کول شامل دي.
په همدې وضعیت کې د افغانستان په شمالي ولایت جوزجان کې د طالبانو مرستیال والي ګل محمد د خپل پلار د قاتل معافولو اعلان کړی دی.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د دُرو سزا ختمولو غوښتنه کړې
د دې بخښنې اعلان د افغانستان د سترې محکمې له خوا په خپاره شوي اعلامیه کې شوی دی. د ګل محمد پلار په ۱۹۹۲م کال کې وژل شوی و.
«د سترګې په بدل کې سترګه»
یوې شرعي محکمې عبدالقیوم د قتل په تور مجرم وباله او ده ته یې د اسلامي شریعت «سترګه د سترګې په بدل کې» عدالت په اساس د اعدام سزا اورولې وه، خو د طالبانو مرستیال والي د مجرم د بخښلو تر څنګ د دې قضیې د ختمولو غوښتنه کړې وه.
قصاص او په درو وهل، افغانستان ته د طالبانو د پخوانیو سزاګانو راګرځېدل
محکمې ته وړاندې شوي یوه غریضه کې ګل محمد ویلي: «د قاتل کورنۍ له ما څخه د مجرم د بخښلو غوښتنه کړې وه. زه نن له قصاص څخه تیریږم او هغه بخښم.»
په عامه محضر کې د اعدامونو پيل
دا پریکړه په یوه داسې وخت کې کیږي چې څو ورځې مخکې په دغه هیواد کې یو کس د قتل په سزا د خلکو په عام محضر کې اعدام کړای شو. تیر کال په اګست میاشت کې د طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته دا په افغانستان کې لومړی اعدام و چې په عامه محضر کې ترسره شو.
دغه اعدام د دسمبر میاشتې په ۷ نیټه په لویدیځ فراه ولایت کې عملي شوی و. د مقتول پلار د خلکو په موجودیت کې مجرم دری ډزه وویشته. په دې قضیه کې پر تورن کس د یوه تن د قتلولو تر څنګ، د هغه د موټرسیکل او موبایل د غلا کولو جرم هم ثابت شوی و.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص