د استازو مجلس پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده په کابل کې وژل شوې
۱۴۰۱ دی ۲۵, یکشنبهپه کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ دویچه ویله ته وویل چې مرسل نبي زاده له خپل یوه ساتونکي سره د کابل ښار د دوولسمې حوزې په مربوطاتو «احمد شاه بابا مېنه» کې په خپل کور کې د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوې ده.
په دې پيښه کې د افغانستان د استازو مجلس د دغې پخوانۍ غړې یو ورور هم ټپي شوی دی.
پخوانی افغان پارلمان انلاین غونډې پيلوي، خو څنګه؟
د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دې پیښې د څرنګوالي په هکله څه نه دي ویلي، خو ټینګار یي کړی دی چې د مجرمینو د پیدا کولو له پاره هڅې روانې دي.
د مرسل نبي زاده خپلوانو د افغانستان د استازو مجلس د دغې پخوانۍ غړي د قتل د څرنګوالي په هکله څه نه دي ویلي. تر اوسه پورې هیڅ کوم کس یا ډلې د دې پيښې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
په افغانستان کې د هند لسګونو پروژې له خطر سره مخامخ دي
په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک تر نیولو وروسته د دغه هیواد د پارلمان ډیر شمیر استازي له افغانستان څخه ووتل. مرسل نبي زاده د افغانستان د استازو د مجلس یوه له محدودو غړو څخه وه چې په خپل هیواد کې پاتې شوې وه.