د افغانستان د ښوونیز کال پېل؛ خو زده کوونکي حاضر نه وو
۱۴۰۲ فروردین ۱, سهشنبهپه افغانستان کې نوی تعلیمي کال معمولآ د وري میاشتې پر دویمه پیلیږي، خو دا ځل طالبانو ښوونځیو ته یو لیک استولی وو چې د سې شنبې په ورځ چې د حمل یا وري میاشتي لومړۍ نیټه ده، ښوونځي دي پرانستل شي.
په افغانستان کې نوی تعلیمي کال په داسې حال کې پیلیږي چې د منځنیو او لوړو زده کړو پر ښځینه زده کونکو لاهم د زده کړو بنډیز دوام لري. افغانستان په نړۍ کې یواځنی هېواد دی چې نجونې یې منځنیو ښوونځیو، لېسو او پوهنتونونو ته له ورتګ څخه منع دي.
زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته واک ترلاسه کړ او د اسلامي شریعت سخت تفسیر ېې نافذ کړ.
یو شمیر ښوونکو او حکومتي چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلې چې د پوهنې وزارت د ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه کومه عمومي اعلامیه نه ده خپره کړې.
د سیدالناصری د هلکانو د لېسې ښوونکي محمد عثمان عطايي وويل: «د پوهنې وزارت له خوا د ښوونځيو د پرانستلو مکتوب د سر ښوونکي له خوا موږ ته راکړل شو، خو له دې امله چې کومه عمومي اعلاميه خپره شوې نه وه زده کوونکي ښوونځیو ته نه دي راغلي.»
زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ
د فرانسې خبري آژآنس خبريالانو په کابل کې له اوو ښوونځيو ليدنه کړې يواځي ېې څو ښوونکي او د لومړنيو ښوونځيو يوازې يو زده کوونکي لیدلي، په داسې حال کې چې په دغو ښوونځيو کې ټولګي نه وه پرانستل شوې.
د نجونو پر تحصیل د بندیز لرې کولو په اړه د کرزي ټینګار
د فرانسې خبري آژانس خبریالانو دا راپور هم ورکړی چې د هرات، کندز، غزني او بدخشان په ګډون په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم ښوونځي پرانیستل شوي خو ټولګي له زده کونکو خالي ول.
طالبانو نوی تعلیمي کال د نوروز په ورځ پیل کړ، هغه عنعنوي جشن چې د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې په پراخه کچه لمانځل کېدی، خو طالبان دغه جشن غیر اسلامي ګڼي او نه یې لمانځي، حتی د نوې کال د لومړي ورځي رخصتي ېې له جنترۍ څخه حذف کړې.
د ښوونیز کال پیل په ځانګړې توګه د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو لپاره ناهیلې کونکی دی. د کابل اوسېدونکې صدف حیدرې چې ټاکل شوې وه سږ کال یوولسم ټولګي ته ولاړه شي، ویې ویل: «طالبانو له موږ څخه هر څه اخیستي دي. زه خواشینې او ماته شوې یم.»
شاوخوا ۳ میلیونه افغانې نجونې له زده کړو بې برخې شوي
لېسو او منځنيو ښوونځيو ته د نجونو د ورتګ د منع کیدو فرمان د تېر کال په مارچ مياشت کې د نجونو او هلکانو د ښوونځيو له پرانيستلو څو ساعته وروسته صادر شو.
طالب چارواکو، چې پوهنتونونو ته یې هم د نجونو تګ هم منع کړی دی، په وار وار ېې ادعا کړې، چې کله د شرعي قوانینو پر بنسټ شرایط برابر شي، دوی به د لوړو او منځنیو ښوونځيو بیا پرانیستنه وکړي خو خلک بیا پر یادو ژمنو بې باوره شوي دي.