نیورالنک: د انسان په مغزو کې د چيپ نصبول تائید شول
۱۴۰۲ خرداد ۶, شنبهد امریکایي میلیاردر اِیلن ماسک د برین امپلانټ يا مغزي پيوند کمپنۍ نیورالنک شرکت ویلي دي چې د امریکا د خوړو او درملو سازمان له خوا یې د خپلې لومړنۍ انساني آزموېنې اجازه ترلاسه کړې ده. د دغې کمپنۍ تر ټولو نوې لاسته راوړنه یو داسې چيپ دی چې د انسان په مغزو کې تر نصبولو او له کمپیوټر سره یې تر وصلولو وروسته په مرسته یې د مغزو له تل څخه معلومات او خاطرې ډاونلوډ کیدلی شي.
ايلن ماسک څنګه د نړۍ تر ټولو شتمن سړی شو؟
د یوه نوي رپوټ په حواله نیورالنک یو داسې عصبي امپلانټ يا پيوند تیار کړی دی چې بې له بهرني هارډ ویئر څخه په مغزو کې روان فعالیتونه د بې سیمه ټکنالوژۍ په مرسته لوستلی او خپرولی شي.
نوموړي شرکت په یوه ټویټري پيغام کې دغه تائید یو مهم ګام بللی دی. دا یو داسې چيپ دی چې په مرسته یې له کمپیوټر سره تر نښلول کیدو وروسته د مغزو په ژورو کې معلومات او خاطرې ډاونلوډ کیدلی شي. ایلن ماسک اراده لري چې له دې ټکنالوژۍ څخه د نابینا او فلج یا ګوزڼ ناروغانو د درملنې په برخه کې هم کار واخیستلی شي.
ماسک په یوه مرکه کې ویلي دي چې د بیزوګانو په مغزو کې د دغه چيپ نصبولو تجربه کامیابه شوې ده. پر بیزوګانو تر آزمایل کیدو وروسته ویل کیدای شي چې دغه تخنیک محفوظ او د باور وړ دی.
سائنسي کوښښونه
د مختلفو کمپنیو سائنس پوهان د مغزو له پاره د مصنوعي ځیرکتیا پر تیارولو کار کوي، تر څو د ملا تیر (حرام مغز) د شدید ټپ درلودونکو کسانو د مغزو له څپو څخه په استفادې خبرې یا ټایپنګ وکولی شي.
»د سگریټو او الکهولو استعمال ماغزه زړوي«
له ۲۰۱۹ م کال وروسته ماسک لږ تر لږه څلور ځله وړاندوېنه کړې وه چې د هغه د طبي سامان آلاتو کمپنۍ به ډېر زر د فلج یا ګوزڼ او نابینایۍ په څیر پيچلو ناروغیو له پاره د انسان په مغزو کې د چيپ نصبولو آزمایش پيل کړي.
ویل شوي چې تر اوسه د انسان په مغزو کې د دې چيپ د نصبولو آزمایښت له پاره د داوطلبانو د نوم ثبتولو لړۍ لا نه ده پيل شوې.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص