پر افغانستان د امریکا او منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو غونډه
۱۴۰۲ مرداد ۲۱, شنبهکه څه هم د قزاقستان پلازمینه آستانه کې د امریکا او د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو یا C5+1 دا غونډه د جولای میاشتې په ۲۷مه نېټه شوې، خو په هکله يې جزئيات او اعلامیه یې تېر ماښام د امریکا بهرنیو چارو وزارت خپره کړه. غونډه کې افغانستان لپاره د امریکا، ازبکستان، تاجکستان، قرغیزستان، ترکمنستان او قزاقستان ځانګړو استازو ګډون درلود.
د غونډې په ګډه اعلامیه کې ټینګار شوی چې افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات لپاره امریکا او د منځنۍ آسیا دغه پنځه هېوادونه فرصتونه لري چې باید ترې ګټه واخلي.
اعلامیه کې راغلي :«ګډونوالو له افغان خاورې د ترهګری کوربتوب، مالي ملاتړ او نورو هېوادونو ته د تاوتریخوالي او افراطیت د صدور د مخنیوي په اهمیت بحث او ټینګار وکړ.»
دغه راز، د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی چې انساني قاچاق، وسلو او ناقانونه نشه يي توکو د لېږد پروړاندې د هېوادونو ترمنځ همکاري او همغږي باید پیاوړې شي.
د آستانې په غونډه کې ټولو ومنله چې افغانستان له یوه بیړني بشري او اقتصادي وضعیت څخه تیریږي، چې دغه وضعیت ته ځواب او کابو کول د نړېوالې ټولنې پياوړې همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
اړوند مطالب:هند او د مرکزي آسيا هيوادونه د افغانستان له پاره ګډه کاري ډله جوړوي
د منځنۍ آسیا هېوادونو یوځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو په تامین او له دې ډلې د ښځو او نجونو پر حقونو ټینګار کړی.
د منځنۍ آسیا هېوادونو سره له دې چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کموالي څخه هرکلی کړی، خو د نشه يي توکو د صادراتو له دوامه یې اندېښنه وښوده.