1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: چین د نوي ډول اټومي وسلو ترلاسه کولو هڅه کوي

۱۴۰۰ تیر ۱۹, شنبه

د یوه امریکایي سفیر په حواله چین ډیر ژر تر اوبو لاندې ډرون او د اټومي انرژۍ په وسیله کاریدونکو توغندیو په څیر مرموزې اټومي وسیلې ترلاسه کولی شي.

https://p.dw.com/p/3wImr
Russland Atomwaffen
انځور: picture-alliance/AP Photo/Russian Television

یوه امریکایي سفیر چې د اټومې وسلو خپریدو د مخنیوي د چارو کارپوه دی، ویلي دي چې چین د اټومي وسلو یو نوی پروګرام په نظر کې لري چې هغه موجوده «نړیوال ستراتیژیک استحکام مختل کولی شي.»

په ژنیف کې د اټومي وسلو د خپرید د مخنیوي په چارو کې د امریکا سفیر رابرټ ووډ ویلي دي چې تر اوبو لاندې ډرون او په اټومي انرژۍ د توغول کیدونکو توغندیو په څیر «مرموزې اټومي وسلې» کیدای شي ډیر ژر د چین د پوځ په اختیار کې قرار ونیسي.

نوموړي ویلي چې د مصنوعي سپوږمکیو په وسیله له ترلاسه کیدونکو انځورونو څخه معلومیږي چې چین د شمال لویدیځ ښار «یومین» ترڅنګ په یوه سحرا کې په حفاظت کې د توغندیو د ساتنې په موخه د ځمکې لاندې ۱۱۹ زیرمتونونه یا ډپوګانې جوړوي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه د ځمکې لاندې ډپوګانې په بشپړ ډول هم هغسې دي لکه اوس چې په کښې دوی اټومې وسلې ساتلي دي او دا ډیر د اندیښنې وړ خبره ده.

د  چین نوي اټومي وسلې به څه ډول وي؟

چین د نوي ټکنالوژۍ په مرسته د خپلو اټومي وسلو په عصري کولو اخته دی، څو د اړتیا په صورت په امریکا کې هم اهداف په نښه کړای شي. تیر کال پنټاګون اټکل کړی وو چې چین لا دمخه تر ۲۰۰ ډیرې اټومي وسلې لري او په راتلونکې یوه لسیزه کې غواړې دغه شمیر دوه برابره کړي.

رابرټ ووډ وایي: «سل کاله مخکې چين دې ځای ته نه و رسیدلی، او هغه د اټومي انرژۍ په وسیله د هم هغسې پروګرام د ترلاسه کولو په هڅه کې دی، کوم چې روسیه پرې کار کوي.»

روسیه د امریکا د بلاستیکو وسلو په مقابل کې د دفاع په لارو چارو غور کوي او رابرټ ووډ شک لري چې چین هم اوس پر همدې مسیر روان دی.

د حل لاره څه ده؟

رابرټ ووډ دلیل راوړي چې د امریکا او روسیې ترمنځ لا پخوا د دې ستونزې د حل په برخه کې یو چوکاټ موجود دی، په داسې حال کې چې له چین سره داسې هیڅ ډول تړون شتون نه لري. د یادونې وړ ده چې روسیه او امریکا نږدې ۱۱۰۰۰ اټومې وسلې لري چې د نړۍ تر ټولو لویه ذخیره ده.

دغه امریکایي سفیر وایي: «تر هغه وخته پورې چې چین له امریکا سره په دې اړه دوه اړخیزې خبرې ونه کړي، تر هغو پورې به د وسلو خطرناکه سیالي روانه وي او دا به د هیڅ چا په ګټه نه وي.»

نوموړی زیاتوي چې که څه هم چین ادعا کوي چې دوی په دفاعي صلاحیت سمبال هیواد او یو با مسئولیته اټومي قدرت دی. خو کله چې مونږ هغه څه ته ګورو چې دغه هیواد یې کوي، نو دا یې له وینا سره مطابقت نه کوي. دا د ټولو په ګټه دی چې اټومي قدرتونه یو بل سره د اټومي خطرونو د کمولو او د بی نظمۍ رامنځته کیدو څخه د مخنیوي په خاطر مستقیمې خبرې اترې وکړي.»

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

پر اړونده موضوع زمونږ له ارشیف څخه انځوریز رپوټ: