1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

ولی د آرام سمندر سویل د چین له پاره مهم دی؟

۱۴۰۱ خرداد ۸, یکشنبه

په دې ورځو کې د چین د بهرنیو چارو وزیر د آرام سمندر په سویل کې د موقعیت درلودونکو هیوادونو په سفر بوخت دی. د کتونکو په باور د دې سفر هدف د چین مخ پر ډیریدونکي پوځي ځواک په چوکاټ کې د دیپلوماتیکې همغږۍ څرګندول دي.

https://p.dw.com/p/4C0M2
Salomonen Honaira | Chinas Außenminister Wang Yi und Jeremiah Manele
انځور: AP Photo/picture alliance

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ژی، له یوه شل کسیز پلاوي سره د آرام سمندر په جنوب کې پرتو د مختلفو کوچنیو هیوادونو په سفر تللی دی. د نړیوالو چارو شنونکي د چین د دغه لوړپوړي هیئت سفر ته ځکه هم ډیر د ارزښت په سترګه ګوري چې امریکا تل په دغه سیمه کې د یو ستر قوت په توګه موجود پاتې شوی دی. اوس چین په دغه سیمه کې د خپل حضور د پراخولو په هڅه کې دی. له همدې امله اوس د سولومن یا سلیمان په ټاپوګانو کې د چین له موجودیت څخه انکار نه شي کیدلی.

په سلیمان ټاپوګانو کې د چین مخ پر ډیریدونکی نفوذ په آسترالیا کې، چې له هغه ځایه شاوخوا ۲۰۰۰ کیلوتره لیري دی هم احساس شوی دی. د چین د بهرنیو چارو وزیر د سفر په غبرګون کې د استرالیا د بهرنیو چارو نوی وزیر پیني وونګ هم فیجي ته د سفر کولو په تکل کې دی. د پیني وونګ لیبرال ګوند همدا یوه اونۍ مخکې په پارلماني ټاکنو کې بریالی شوی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر سفر

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ژي به د آرام سمندر په سویل کې د دغه لس ورځني سفر په ترڅ کې د سلیمان ټاپوګان سربیره، کارابین، ساموا، فیجي، ټونګا، وانواتو، پاپوا نیوګیني او ختیځ تیمور هیوادونو څخه لیدنه وکړي.

د نوموړي دغه دوره له داسې هیوادونو سره خپلو اړیکو ته وده ورکول دي چې لا تر مخه د بیجنګ مرکزي حریف امریکا سره نږدې اړیکې لري. دغه هیوادونه له آسترالیا سره هم ژورې اړیکې لري او استرالیا هم له چین سره رقابت کوي.

Salomonen Honaira | Chinas Außenminister Wang Yi
د چین د بهرنیو چارو وزیر د سلیمان ټاپوګانو په هوایي ډګر کېانځور: AP Photo/picture alliance

دا خبره مهمه ده چې چین د تایوان پر ضد هم د خوندي مالکیت هڅې پیل کړي دي او له دغه ټاپویي هیواد سره د چین د دیپلوماتیکو اړیکو د پراخولو مخالفت کوي. د سویلي سمندر دغو څلورو هیوادونو پخوا له تایوان سره دیپلوماتیکي اړیکې درلودلې، خو دغه اړیکې پرې شوي دي.

په سویلي آرام سمندر کې د چین د موجودیت اهمیت

د شنونکو په باور چین له دغو کوچنیو ټاپوګانو سره د اړیکو د پراخولو په صورت کې له دغو هیوادونو څخه د سمندري بندرونو غوښتنه کولی شي او په دې توګه به خپل د سمندري ځواک د پیاوړی کولو کوښښ وکړي. سربیره پر دې چین به دغې سیمې ته د خپلو پوځي تجهیزاتو د انتقالولو پر پلان هم فکر وکړي.

که په راتلونکې داسې وشي، نو دا به د امریکا دفاعي تګلاره نوره هم پیچلې کړي.

بیجینګ د اوسني ولسمشر شي جن پينګ په مشرۍ د «یوه کمربند او یوې لارې نوښت پروګرام» په چوکاټ کې له ختیځ آسیا څخه تر اروپا پورې د خپل نفوذ د پراخولو په هڅه کې دی.

بل لور ته شي جن پینګ د دریمې دورې له پاره هم د چین د کمونیست ګوند مشري ترلاسه کوونکی دی او د آرام سمندر په سویل کې د هغه دیپلوماتیکه بریا به د هغه واک ته لا زیات ثبات ور وبخښي.

د سلیمان ټاګانو او چین ترمنځ یو تړون هم موجود دی چې له مخې یي چین دغه ټاپویي هیواد ته نظامي مرسته په اختیار کې ورکولی شي. امریکا په دې هکله ویلي دي چې که له دې تړون څخه یي ګټو ته زیان ورسیږي، نو ځوابي اقدام به وکړي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و. ا