1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين د امريکا دموکراسي د «پراخې وژنې وسله» وبلله

۱۴۰۰ آذر ۲۱, یکشنبه

د امریکا متحده ايالاتو له خوا د دموکراسۍ سرمشريزې تر رابللو وروسته چين د امريکا دموکراسي د «پراخې وژنې وسله» بللې ده. چين چې سرمشریزې ته نه و بلل شوی وايي چې امريکا دموکراسي استعمالوي څو په نورو هېوادونو کې مداخله وکړي.

https://p.dw.com/p/449VA
Handelskrieg | Fahnen von USA und China | Symbolbild
انځور: daniel0Z/Zoonar/picture alliance

د چين د بهرنيو چارو وزارت ادعا کړې ده چې د امريکا متحده ايالات له دموکراسۍ څخه د پلمې په توګه کار اخلي څو په نورو هېوادونو کې لاسوهنه وکړي. د دموکراسۍ سرمشريزه هم د چين په خبره له دې مخې رابلل شوې څو «د ايديالوژيکو مخ قضاوتونو کرښې وښکل شي، دموکراسي آله وګرځي او د وسلې په توګه استعمال شي څو بېلتون او تقابل رامنځ ته شي.»

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړې چې بيجينګ به «په زغرده د هر ډول تش په نوم دموکراسيو سره مقاومت وکړي.»

چين د روسيې په څېر د متحده آيالاتو د ولسمشر جو بايدن له خوا پر تنظيم شوې دغې سرمشريزې له وړاندې لا سخته نيوکه کړې وه او د متحده آيالاتو دموکراسي يې «فاسده» او «ناکامه» بللې وه. پر ځای يې بيجينګ د «ولسي هراړخيزې دموکراسۍ» خپله بڼه غوره وبلله. د دموکراسۍ په نوم سرمشريزه د متحده آيالاتو د ولسمشر د انتخاباتي کمپاين يوه ژمنه وه چې د دموکراتيکو هېوادونو او «استبدادي حکومتونو» تر منځ سيالي يې د خپل بهرني سياست اصلي ټکی ګرځولی وو. چين او روسيه دغې سرمشريزې ته بلل شوي نه وو، د ناټو غړی هېواد ترکيه او د اروپايي ټولنې غړی هېواد هنګري هم ورته ونه بلل شول.       

خو ټايوان بيا بلل شوی وو چې له کبله يې چين په غوسه وو. دغه سرمشريزه د پنجشنبې او جمعې په ورځو په آنلاين ډول تر سره شوه. راتلونکي کال ته به يې دويمه غونډه په حضوري شکل ښايي تر سره شي. چين تر مخه لا د امريکا پر متحده آيالاتو تور لګولی وو چې د سړې جګړې په څېر ايډيولوژيکو تفاوتونو ته لمن وهي. واشنګټن په وار وار ټينګار کړی دی چې له چين سره به سړه جګړه ونه شي. خو په تېرو کلونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ ترينګلتياوې د تجارت، ټکنالوژيک رقابت او بشري حقونو په برخه کې خورا ډېرې شوې دي.