1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چينایي جنګي الوتکې یو ځل بیا د ټایوان هوايي حریم ته ننوتلي

۱۴۰۰ مهر ۱۱, یکشنبه

د چین جنګي او بم غورځوونکو الوتکو د دریم ځل له پاره د ټایوان هوایي حریم نقض کړی دی. ویل کیږي چې په دې عملیاتو کې د چین د هوایي ځواکونو ۳۹ الوتکو برخه اخیستې وه. تایوان یې د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/41BiK
Taiwan Kampfjet
انځور: picture-alliance/AP Photo/Ministry of National Defense

د هغو اطلاعاتو په حواله چې د ټایوان د دفاع وزارت له خوا خپاره شوي دي، د چین د هوایي ځواکونو جنګي الوتکې د یکشنبې ورځې (د اکتوبر میاشتې ۳ نیټه) سهار وختي یو وار بیا د دغه هیواد فضایي حریم ته داخلې شوي دي.

ویل شوي چې په پیل کې د چین ۲۰ جنګي الوتکې د پراتاس ټاپو ته نږدې د ټایوان هوایي حریم ته داخلې شوې وې او وروسته بیا ۱۹ نورې الوتکې هم ورغلې وې. په دې ترتیب سره د اونۍ په وروستۍ ورځ کې په مجموع کې د چین ۳۹ الوتکو د ټایوان هوایي حریم نقض کړی دی.

دا دریم ځل دی چې یوازې په څو ورځو کې د چین جنګي الوتکې د تایوان هوایي حریم نقض کوي. د جمعې په ورځ (د اکتوبر میاشتې په لومړۍ نیټه) هم د چین ۲۲ جنګي الوتکې د تایوان هوایي حریم ته داخل شوي وو. دې لړۍ د شنبې په ورځ هم ادامه پیدا کړې وه او ۱۳ نظامي الوتکو د ټایوان فضایي حریم نقض کړی و.

خبري آژانسونو د ټایوان د دفاع وزارت په حواله ویلي دي چې د دغه هیواد پوځي الوتکې هم د دوو عملیاتو په ترڅ کې د چینایي الوتکو د په شا تمبولو په موخه سیمې ته استول شوي وو. بل لور ته د دغه هیواد د توغندیو ضد دفاعي سیستم هم فعاله کړای شوی دی.

د ټایوان د هوایي حریم د نقضولو له پاره د چین له خوا د دې وخت انتخابول کومه تصادفي خبره نه وه. د جمعې په ورځ یعنې د اکتوبر میاشتې په لومړۍ نیټه د چین د تاسیس د ملي جشن مراسم ترسره شول. دا په داسې حال کې ده چې ټایوان نن د یکشنبې په ورځ یعنې د اکتوبر په دریمه نیټه خپل ملي جشن لمانځي.

د ټایوان لومړي وزیر د چین د هوایي ځواکونو له خوا په پرله پسې ډول د دغه هیواد د فضایي حریم نقضول د سیمې د امنیت او ثبات له پاره یو ګواښ بللی دی.

د چین د جنګي الوتکو له خوا د ټایوان د فضایي قلمرو نقضول کومه نوې پدیده نه ده، خو هغه څه چې په دې برخه کې نوې ده، د دغو مواردو شمیر او په دا ډول عملیاتو کې په لوړ شمیر د چینایي جنګي الوتکو برخه اخیستنه ده.

د یادونې وړ ده چې چین د ټایوان خپلواکي نه ده منلې او په رسمیت یې نه پيژني. دا په داسې حال کې ده چې ټایوان ځان یو خپلواکه هیواد بولي او اعلان یې کړی دی چې له خپلې آزادۍ او دیموکراسۍ څخه به دفاع وکړي.

امریکا متحده ایالات له چین سره په دې شخړه کې د ټایوان یو له اصلي ملاتړ کوونکو څخه ګڼل کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح