تاجکستان د افغانستان پولې ته څېرمه پوځي اډه جوړوي
۱۴۰۰ آبان ۶, پنجشنبهد دې اډې جوړول د تاجيکستان او چين ترمنځ د امنيتي همکارۍ ژوريدو ته اشاره کوي چې د رپوټونو پر اساس د پخواني شوروي اتحاد د دې جمهوريت په جنوب ختیځ کې يوه بله اډه هم لري.
د تاجيکستان د پارلمان يوه وياند د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې د استازو مجلس د تاجيکستان د ګورنو بدخشان ولايت په اشکاميش سيمه کې د يوې اډې جوړول تائيد کړي دي.
وياند چې خپل نوم یې له دغه خبري آژانس سره نه دی شريک کړی او د تلیفون له لارې یې خبرې کولې، ويلي: «ټول مصارف به چين ورکوي. د ساختماني کارونو تر بشپړيدو وروسته به دغه اډه تاجيک [پوليسو] ته وسپارله شي.» هغه وويل چې چين د دې اډې د جوړولو له پاره د ۸،۵ ميليونه ډالرو مرسته کړې ده.
خو د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ويمبن د اډې جوړولو د رپوټ په اړه خبريالانو ته وويل: «تاسې چې د څه یادونه وکړه، زه یې په اړه خبر نه يم.»
چين په افغانستان کې د طالبانو تر ولکې وروسته له دغه ډلې سره د ښو اړيکو ټینګولو هڅه کوي، خو له دغې ډلې یې د ايغور مسلمانانو د بیلتون غوښتونکې لږکۍ چې د سنکيانګ په حساسه سرحدي سيمه کې د نفوذ د ترلاسه کولو هڅه کوي، د ځپلو غوښتنه کړې ده.
په داسې حال کې چې د منځنۍ آسيا نور هيوادونه په افغانستان کې د نويو واکمنانو سره د چلن د لارو چارو په لټه کې دي، تاجيکستان یې پر وړاندې کلک غبرګون ښوولی او ورسره یې له نيغ په نيغه خبرو څخه ډډه کړې ده.
د تاجيکستان ولسمشر امام علي رحمان له افغانستان سره پر خپل تر ۱۳۰۰ کيلومتره اوږده سرحد د هغه په خبره د «ترهګرو ډلو» د ځای پر ځای کیدو له کبله د خطر زنګ غږولی دی.
ګومان کيږي چې هغه ډلې چې امام علي رحمان ورته اشاره کړې، په خپلو ليکو کې د تاجیکستان پخواني او اوسني اتباع ولري.
امام علي رحمان: تاجيکستان به د افغانستان بحراني وضعيت ته بې تفاوته پاتې نه شي
تاجيکستان چې ۹،۵ میلیونه نفوس لري، پر خپل سرحد د امنيتي پوستو جوړولو او قوي کولو له پاره یې له چين او امريکا دواړو څخه مالي مرسته ترلاسه کړې او په خپله خاوره کې یې د روسیې يوې سترې اډې ته هم ځای ورکړی دی.
د رپوټونو پر اساس چين هم د تاجيکستان په ګورنو بدخشان ولايت کې چې د چين له سنکيانګ ایالت سره پوله لري، ګډ پوځي تاسيسات لري. خو د چين حکومت د دې اډې په اړه چې د بحران د نړيوالې ډلې په حواله په پخواني شوروي اتحاد کې د چين «مخ پر زياتيدونکي پوځي حضور» ته اشاره کوي، څه نه دي ويلي.
ب. ص/ ن. ز (AFP)