چين: په ۱۲۰۰ متره ژور کان کې ۲۱ کان کيندونکي بند پاتې دي
۱۴۰۰ فروردین ۲۲, یکشنبهاعلان
د آلمان خبري آژانس له بيجنينګ څخه د شينهوا په حواله ليکي چې د سکرو دغه کان د چين د سانچي هوئي ولایت اړوند په هوتوبي نومې سيمه کې واقع دی. ويل شوې چې په کان باندې سيلاب راغلی چې له امله يې د کان په درو مختلفو برخو کې کیندونکي بند پاتې دې.
د شينهوا په حواله، اته کسان ژغورل شوي دي.
د سانچي ايالت د بيړنيو پيښو د مديريت د ادارې مشر، ما شين، ويلي دي چې د ځمکې لاندې لارې پيچلې دي چې د ژغورنې ماموریت يې سخت کړی دی.
شينهوا خبري آژانس ويلي چې تر ټولو مهم کار د درو پمپونو په ذریعه اوبو تخليه کول دي چې د مخه شوی دی.
د ژغورنې ډله اوس هڅه کوي تر څو په کان بند پاتې شوو کسانو سره اړيکې ونيسي.
د آلمان خبري آژانس د رپوټ په حواله د سکرو دغه کان د ځمکې له سره ۱۲۰۰ متره ښکته دی.
آژانسونه/م.ک.ص./م.ن.ص.
پر ورته موضوع يو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه: