چین د افغانستان څخه خپل ۲۱۰ اتباع ایستلي دي
۱۴۰۰ تیر ۱۸, جمعهچینايي رسنیو دغه خبر نن، جمعه ورکړی او ویلي دي، چي هیواد یې افغانستان ته یوه طیاره لیږلې او ۲۱۰ تنه اتباع یې ددغه هیواد څخه را ایستلي دي.
د «ګلوبل ټایمز» په نامه چینايي ورځپاڼي رپوټ ورکړی دی، چي د سیامن شرکت یوې طیارې د همدې جولای میاشتي پر دوهم تاریخ خپل دغه اتباع د کابل څخه د چین د هوبای ولایت ته انتقال کړي دي.
نوموړي هوايي شرکت که څه هم دغه رپوټ تایید کړی دی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
«ګلوبل ټایمز» همدارنګه ویلي دي، چي د دغه ۲۱۰ تنو چینايي مسافرو د جملې څخه د ۲۲ تنو د کرونا ټیست مثبت ؤ. دا هم په داسې حال کي ده ، چي دغه ارقام د چین د صحي کمیسون په ورځني ارقامو کي درج سوي نه دي.
د یادولو وړ ده، چي چینايي شرکتونو د افغانستان د کانونو په راایستلو او زیربنأ په جوړولو کي سرمایه ګذاري کړې ده او په همدې دلیل یې یو تعداد انجینران او کارکوونکي هم په افغانستان کي اقامت لري.
د بلي خوا په پلان کي دي، چي امریکايي قواوي د طالبانو سره تر شلو کلونو جنګونو وروسته د راتلونکي اګست میاشتي تر پایه پوري له افغانستان څخه ووزي.