1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په آلمان باندې د چينوک ډوله چورلکو خرڅلاو منلی دی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۲, جمعه

د بايدن ادارې د پنجشنبې په ورځ د ناټو په متحد آلمان باندې د ۸،۵ مليارده ډالرو په ارزښت د چينوک ډوله چورلکو پلورل منلي دي. دغه چاره د اوکراين جګړې پرمهال صورت نيسي، خو ورپورې اړه نه لري.

https://p.dw.com/p/4RF6Z
Litauen NATO-Ausbildung
د چينوک چورلکې په ليتوانيا کېانځور: Paulius Peleckis/Getty Images

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي کانګرس ته يې خبر ورکړی چې متحده آيالات به په آلمان باندې د ماشينونو، پرزو او له توغنديو د خبرداري سيستمونو په شمول ۶۰ چينوک ډوله چورلکې وپلوري. چينوک د درنو بارونو د لېږد پوځي چورلکه ده چې ځواکونه او تجهيزات لېږدولی شي.له سوډانه د آلماني وگړو لومړۍ الوتکه برلين ته رسېدلې

دغه چورلکې د افغانستان او عراق په جګړو کې هم کارېدلي دي. د چينوک ډوله چورلکو په مرسته د اپريل په مياشت کې د متحده آيالاتو د سفارت پرسونل له سوډان څخه هم تخليه شو. ياد وزارت ويلي چې خرڅلاو په دې هدف شوی چې د آلمان له خوا د درنو بارونو د لېږد وړتيا لوړه او په »سيمه کې متوجه ګواښونه دفع« شي.آلمان اوکراین ته ۱۸ «لیوپارډ-۲» جنګي ټانکونه ولیږل

خو ټاکل شوې نه ده چې دغه چورلکې به په اوکراين کې هم وکارول شي. زياته شوې چې د خرڅلاو له لارې به د ناټو د يوه غړي هېواد امنيت پياوړی شي چې »په اروپا کې د سياسي او اقتصادي ثبات له پاره يو مهم ځواک دی.«

آ./ن.ص./ ب. ص.