راتلونکی ذخیره اي پولي واحد به ډالر، یورو او که یوآن وي؟
۱۳۹۹ اسفند ۲۴, یکشنبهد هیسن-تورینګن بانک د اقتصادي څانګي آمري، ګیرترود تراود په نظر، د دې دپاره چي یو پولي واحد یا پیسه د جهان په سطحه یو مهم اسعاري او ذخیره اي پولي واحد وګرځي، باید مشخص معیارونه پوره کړي: معنی دا چي هغه باید په بین امللي سویه د تبادلوي واحد په حیث قبول سي، ارزښت یې ثابت او سربیره پردې د یوه حسابي واحد په حیث د نورو اسعارو په مقابل کي په ثابت ډول سره تبادله سي.
د تراود په خبره سربیره پردې ډیرهیوادونه او اشخاص هغه ته د اسعاري ذخیرې په سترګه هم ګوري او غواړي دغه ډول یوه پیسه په خپلو بانکونو کي ذخیره کړي، ترڅو وکولای سي په هغه سره خارجي اموال او یا داخلي اسعار رانیسي او تقویه یې کړي.
په دغه برخه کي ډالر اوس هم په اول مقام کي راځي او د نړۍ په سطح ۶۰ فیصده ذخیره سوي اسعار تشکیلوي. تر هغه وروسته په ۲۰ فیصدو سره یورو راځي. تر هغه راوروسته بیا نور پولي واحدونه ډیر نه ذخیره کیږي او په لږ پیمانه سره بریتانوي پونډ، جاپانی یېن او ۲ فیصده هم چینايي پولي واحد، یوآن راځي.
د امریکايي ډالرو ارزښت
دونالد ترمپ د خپل جمهوري ریاست دورې پر وخت همیشه شکایت کاوه، چي د امریکا د جاري حساب کسر عادلانه ندی. خو د جرمني د اقتصادي انستیتوت څخه د ګالینا کولیف په نظر د هغه د لوړو دولتي مصارفاتو او په عین حال کي مالیاتي تخفیف په سیاست سره نتیجه داسوه، چي دولتي قرضې ډیري لوړي سي.
یوازي د ۲۰۱۶ م کال د څلورمي ربعي او ۲۰۱۹ م کال د څلورمي ربع تر منځ د امریکا دولتي پوروړیتوب ۳،۲ بیلونه ډالرو ته لوړ سوی. دغه قرضې اکثره د خارجي سهمدارانو په پیسو سره تمویل سو، چي پدې کار سره پر ډالرو باندي اعتماد ډیر راکم سو.
داچي ډالر ولي دومره اعتماد او قدرت پلاس راوړی، علت یې تر دوهم عمومي جنګ وروسته حالت ؤ. تر هغه وخته پوري لا بریتانوي پونډ د جهان دخیره وي پولی واحد ؤ. خو ترجنګ وروسته د اروپا اقتصاد ډیر خراب سو او بیا د یوه کنفرانس پر مهال امریکا د نورو اسعارو په مقابل کي د مشخصي تبادلې پیشنهاد وکړ.
یو بل اقتصاد پوه، میشاییل هایزه وايي، چي «پر ټولو هغو تحولاتو سربیره چي موږ مشاهده کړي دي، ډالر اوس هم د دنیا یو ثابت اسعاري پولي واحد دی.»
سیمه ایز پولي واحد، یورو
څنګه چي د دنیا اسعاري او پانګي اچوني بازار ډیر پراخ دی، یورو په یوازې ډول نسي کولای هغه ټوله ډک کړي. د اروپايی ټولني په منځ کي هم د سرمایې او سهم اچولو، لکه دولتي اسهامو او قرضو ډاډمن شکلونه لا موجود نه دي. الماني او هالینډي نسبتأ ثابت اسهام هم نسي کولای ټولی تقاضاوي پوره کړي. دا ځکه چي د اروپا د زون په منځ کي پوره هماهنګي هم وجود نلری. خو دا کیدلای سی د کرونا بحران د عواقبو لیری کیدو د تمویل پر وخت د یوه واحد اروپايي وجهي صندوق د جوړيدو پواسطه تغیر وخوري او یورو یو قوي او ثابته ذخیره وي پولي واحد وګرځي.
چینايي پولي واحد، یوآن
چین د امریکا متحده ایالاتو سره د جهان پراقتصاد باندي د لاس بري پخاطر مبارزه کوي. د تازه اټکلونو پراساس به د چین ولسي جمهوریت په ۲۰۲۸ م کال کي لا تر امریکا مخته او د نړۍ تر ټولو لوی اقتصادي قدرت وګرځي. خو اکثریت غربي کارپوهان بیا شک لري، چي يوآن به په راتلونکو کلونو کي یوه مهم رول پرغاړه واخلي او حتی د دنیا مهم اسعاري او ذخیره وي پولی واحد به وګرځي.