1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان سوسیال دموکراټ ګوند شولڅ رسماً خپل نوماند اعلان کړ

۱۴۰۳ دی ۲۲, شنبه

د آلمان سوسیال دموکراتانو ګوند (اس پې ډې) د شنبې په ورځ رسماً اولاف شولڅ د آلمان د پارلماني انتخاباتو له پاره د دغه ګوند د نوماند اعلان کړ. دغه انتخابات به راتلونکې میاشت فبروري کې ترسره کیږي.

https://p.dw.com/p/4p3lj
په برلین کې د سوسیال دموکراټانو د ګوند د نوماند ټاکلو غونډه - د ۲۰۲۵م کال د جنوري ۱۱مه
په برلین کې د سوسیال دموکراټانو ګوند استازو په یوه غونډه کې په لوی اکثريت اولاف شولڅ د آلمان د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره خپل مخکښ نوماند وټاکهانځور: JOHN MACDOUGALL/AFP

په برلین کې د سوسیال دموکراټانو ګوند استازو په یوه غونډه کې په لوی اکثريت اولاف شولڅ د آلمان د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره خپل مخکښ نوماند وټاکه. د نوماندۍ مخالفين يې کم ول.

اولاف شولڅ د نومبر میاشتې په پای کې د سوسیال دموکراټانو ګوند اجرائيې له خوا صدراعظمۍ څوکۍ ته نوماند شو او نن ېې نوماندي رسمي کړه.

تر دې مخکې دغه ګوند دوه اوونۍ د ګوند پر بل تر ټولو ډېر پېژاندې څېرې، بوریس پیسترویس چې د آلمان دفاع وزیر دی، د نوماندۍ له پاره علني بحثونه وکړل چې نه باید هغه رامخته کړل شي.

ورته نور: سرچېنې: په آلمان کې د فبرورۍ پر ۲۳ انتخابات کيږي

د اولاف شولڅ په مشرۍ د آلمان ائتلافي حکومت په نومبر کې وپاشل شو چې په نتيجه کې ېې آلمان له وخت څخه د مخه انتخاباتو باندې سلا شو. تر دې مخکې د سوسیال دموکراټانو ګوند په جون میاشتې کې په اروپايي انتخاباتو کې هم له ماتې سره مخ شوی و.

اولاف شولڅ د ۲۰۲۱م کال لومړنۍ نوماندۍ برخلاف، دا ځل د صدراعظمۍ څوکۍ له پاره د مخفي رایو له طریقه انتخاب نشو. د سوسیال دموکراټانو ګوند رهبرۍ دا هم واضح کړه چې شولڅ اوسمهال د آلمان صدراعظم دی، نه یو انتخاباتي رقیب.