1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زړو شیانو له بازاره اخیستل سوي کاسې د هغې رانیونکی شتمن کړ

۱۳۹۹ اسفند ۲۸, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د کنِټیکت ایالت د مستعملو شیانو په بازار کي یوه سړي پروسږکال یوه کاسه په ۳۵ ډالره رانیولې وه او سږکال یې د نیویارک په یوه لیلام کي په ۷۲۱۸۰۰ ډالره خرڅه کړه.

https://p.dw.com/p/3qncA
Sotheby Seltene weiße "Blumenschale" aus der Ming-Dynastie, Yongle-Periode für $750.000 versteigert
انځور: Arturo Holmes/Getty Images

د دغي چیني سپیني کاسې شین رنګه نقش او نګار، کومه چي د زړو شیانو په بازار کي رانیول سوې وه، په اول سر کي ډیر واضح نه معلومیږي. خو د ساتبیز د لیلام خانې کارپوهانو ارزیابۍ ښوولې ده، چي دغه کاسه ډیره نادره او د ۱۴ او ۱۷ مو پيړیو ترمنځ د مینګ چین امپراطورۍ په عصر پوري مربوط ده.

ددغو کارپوهانو په خبره په ټوله دنیا کي فقط شپږ دغه ډول کاسې پيژندل سوي دي، چي اکثره یې د جهان په مشهورو موزیمو، له هغې جملې څخه د بریتانيا په موزیم کي ساتل سوي او خلګ یې لیدلای سي.

دغه کاسه پرون چهارشنبه (د مارچ میاشتي ۱۷) د نیویارک په یوه لیلام کي په ۷۲۱۸۰۰ امریکايي ډالره خرڅه سوه. لیلامي فروشانو د هغې قیمت مخکي ۵۰۰۰۰۰ ډالره تعیین کړی وو. د هغه د رانیونکي په باب معلومات نه دي ورکړل سوي.