د آلمان آيالتي وزيران له بلاروس د کډوالو د راتګ مخنیوی غواړي
۱۴۰۲ خرداد ۲۶, جمعهد هېسن آيالت د کورنيو چارو وزير پېتر بويت »له وضعيت سره سم د سرحدي امنيت د زياتولو« خبره وکړه. هم بويت او هم ګروته دواړو البته د هراړخيز ځايي کنترول دقيقه غوښتنه نه لرله چې د آلمان د کورنيو چارو وزيره، نېنسي فيزر، هم دغسې څه ردوي. پوتین: په بلاروس کې به اتومي وسلې په جولای میاشت کې نصبې شي
د آلمان د کورنيو چارو د وزيرانو کنفرانس همداراز د خوندي اصلي يا منشا هيوادونو په ليست کې د داسې هيوادونو ورزياتول وغوښتل لکه تونس، مراکش، الجزاير، هند او مولداويا. له دغو هېوادونو څخه د راغلو کډوالو د پناه غوښتنې عريضې ډېرې چټکې کتل کيږي ځکه چې په عادي صورت هغه بې بنسټه بلل کيږي.ملگري ملتونه: په نړۍ کي د مهاجرو شمېر خپل اوج ته رسیدلی
د آلمان د کورنيو چارو وزيرې فيزر آيالتي وزيرانو ته يوازې د مولداويا او ګرجستان د ورزياتولو ژمنه وکړه. هغې څرګنده کړه چې د آلمان حکومت دغه درجه بندي په دې پورې تړي چې آيا دغه هيوادونه د اروپايي ټولنې غړيتوب ته کانديدان دي او که نه.
اي پي دي/ن.ص./ن.ز.