1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان:تر سوریايي کډوالو وروسته افغانانو ډیره پناه غوښتنه کړې

۱۴۰۱ مهر ۲۰, چهارشنبه

په آلمان کې د روان میلادي کال له پیل نه د سپتمبر میاشتې تر پایه د پناه غوښتنې ۱۳۵ زره تازه غوښتنلیکونه وړاندې شوي دي. د مهاجرت آلمانۍ اداره یا بامف وايي چې دا د تیر کال په نسبت ۳۴،۵ سلنه لوړوالی دی.

https://p.dw.com/p/4I5Ra
Flüchtlinge in Deutschland
انځور: Robert Michael/dpa/picture alliance

د مهاجرو په چارو کې د آلمان فدرالي اداره یا بامف پر خپلې رسمي انترنتي پاڼې په روان میلادي کال کې د مهاجرینو اړوند تازه شمیرې خپرې کړي دي. د دغو شمیرو له مخې، د روان میلادي کال له پیل نه د سپتمبر میاشتې تر پایه پورې یعنې یوازې په ۹ میاشتو کې په دې هیواد کې د پناه غوښتنې ۱۳۵ زره تازه موارد ثبت شوي دي.

د بامف یا پناه غوښتونکو او مهاجرینو له پاره د آلمان د فدرالي ادارې په حواله، دغه شمیر د تیر میلادي کال د همدې مودې په پرتله ۳۴،۵ سلنه لوړ والی ښيي. د بامف د معلوماتو له مخې په روان کال کې په مجموعي ډول ۱۵۴ زره او ۵۵۷ د پناه غوښتنې شوي دي چې له دې ډلې ۱۳۴ زره او ۹۰۸ یې د لومړي ځل د پناه غوښتنې دي او پاتې ۱۹ زره او ۶۴۹ یې بیا دوهم ځلې د پناه غوښتنلیکونه دي.

د مهاجرت په چارو کې د آلمان د یادې فدرالي ادارې د شمیرو له مخې یوازې په سپتمبر میاشت کې شاوخوا ۱۹۰۰۰ د پناه غوښتنلیکونه ثبت شوي دي چې د تیر کال د همدې میاشتې په پرتله شاوخوا ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

د بامف د معلوماتو له مخې د مهاجرینو د مبدا هیوادونو په توګه سږ کال یو ځل بیا سوریايي وګړو تر ټولو ډیر د پناه غوښتنې کړي دي. افغانستان بیا په دې کتار کې په دوهم مقام کې دی او ترکیه بیا په ترتیب دریم ځای لري.

بامف وايي چې په دې شمیرو کې د اوکراین پناه غوښتونکي شامل نه دي ځکه چې اوکرایني مهاجر له جګړو د تیښتې له کبله د پناه غوښتنې په بله کتګوري کې دي چې د پناه غوښتنې له دې پروسې جلا پروسه ده. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال له پیل نه تر اګست میاشتې پورې شاوخوا ۹۵۲ زره اوکرایني پناه غوښتونکي آلمان ته راغلي دي.

په آلمان کې د ښارونو سيمه ايزې اتحاديي غوښتنه کوي چې د مهاجرينو  شمیر زیاتوالي ته په پام سره حکومت باید خپلې مرستې هم ډیرې کړي. په ورته وخت کې د همدې تیرې سه شنبې په ورځ د آلمان د کورنیو چارو وزیرې نانسی فايزر د ايالتونو او ولسواليو سره په روان وضعيت خبري وکړې