1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو آلمانی له مړو د طلايي غاښونو په غلا تورن سوی

۱۳۹۹ دی ۱۰, چهارشنبه

د آلمان د بايرن ايالت پوليسو د يوې هديرې د کار کوونکي پر کور چاپه وهلې او هلته يې د سرو زرو ۱۱ غاښونه موندلي دي. پر هغه باندي شک دی چي دغه غاښونه يې له مړو څخه غلا کړې ده.

https://p.dw.com/p/3nNfi
Symbolbild Zahngold
انځور: Marijan Murat/dpa/picture alliance

شکمن سړی د بايرن ايالت په ويورڅبورګ ښار کي د مرکزي هديرې قبرکن دی. پر دغه کس د آلمان د هغه قانون له مخي تور لګول سوی دی چي د «مړو د آرام د اخلال» په نوم ياديږي. د دغه قانون له مخي اجازه نسته چي څوک د مړي جسد، قبر يا کرامت ته زیان ورسوي.

ځايي پوليسو د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د دسمبر ۲۹مه) په يوه خبري پاڼه کي وويل چي د شکمن کس په اړه يې تحقيقات پېل کړي دي.

ويل سوي دي چي پر هغه شک کيږي چي له مړو څخه به يې طلايي غاښونه غلا کړي وي او په دې توګه به يې «د هغوی آرام» اخلال کړی وي.

د ويورڅبورګ مرکزي هديرې په سيمه کي يوه له لويو هديرو څخه ده. نوموړی کس چي په دغه هديره کي يې کار کاوه، ورباندي تور لګول سوی چي په غير قانوني توګه يې په ۱۱ مواردو کي له مړو څخه طلايي غاښونه ايستلي دي. پر هغه باندي شک دی چي د ۲۰۱۹م کال له سپتمبر مياشتي راهيسي يې ښايي دغه غلاوي کړي وي.

پوليسو ويلي دي چي د دغه کس په هکله ورته معلومات رسېدلو وروسته هغوی له ځايي قاضي څخه د هغه د کور د تلاښي کولو اجازه تر لاسه کړه.

د شکمن کس د کور د تلاښۍ پر وخت پوليسو ۱۱ ګرامه سره زر پيدا کړل چي پکښي ۱۱ طلايي غاښونه يا د غاښونو پوښونه هم شامل دي.

پوليسو ويلي دي چي داسي معلوميږي چي د شکمن کس په کور کي نيول سوي طلايي غاښونه به د ياد قبرستان له مړو څخه غلا سوي وي. البته پوليسو ويلي دي چي داسي معلوميږي چي دغه غاښونه د تازه ښخ کړل سوو مړو نه، بلکي د هغو مړو دي چي ډېر پخوا په دغه هديره کي خاورو ته سپارل سوي ول.

د څارنوال په وينا له همدې کبله ښايي هم دا ډېره مشکله خبره وي چي پر شکمن کس په يادو قضيو کي دا ثابته سي چي له مړو څخه به يې دغه طلا غلا کړې وي.

د تورن کس په هکله ويل سوي چي هغه خپلو دوستانو ته ياد طلايي غاښونه ښودلي ول. د هغه په تړاو تحقيقات لا ادامه لري.

آ./ا.ا./ن.ز.