په هالنډ کې غیرقانوني چینایي پولیس سټيشنونه
۱۴۰۱ آبان ۵, پنجشنبهد چین ولسي جمهوریت په څو اروپایي ښارونو کې د «خدماتو مرکز» تر پوښښ لاندې د پولیسو پوستې یا سټیشنونه جوړې کړي دي. د هالنډي رسنیو د څیړنو په اساس د دې ډول لږ تر لږه دوه غیر قانوني پوستې په هالنډ کې موجودې دي.
همدارنګه د هسپانیا د غیر دولتي خبري آژانس تحقیقات ښيې چې د دې ډول لا زیات مرکزونه په هسپانیا، ایټالیا، بریتانیا او ۱۸نورو هیوادونو کې شتون لري.
اړوند: چين: ملګري ملتونه مو په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي
هغه مرکزونه چې د «خدماتو مرکز» تر عنوان لاندې د هالنډ په آمستردام او روتردام کې شتون لري په رسمي ډول، له هیواده بهر چینایي دیپلوماتانو ته دیپلوماتیک خدمات وړاندې کوي، د بیلګې په توګه د موټر چلونې د اجازتنامې یا لایسنس تمدید. خو د Safeguard Defenders غیر دولتي هسپانوي سازمان په وینا له دغو مرکزونو څخه عملاً په تبعید کې د مخالفینو د ښکار کولو له پاره استفاده کیږي.
د RTL الماني تلویزونې شبکې او د Follow the Money څیړنیز فوروم د دغو غیر قانوني مرکزونو په اړه رپوټونه ورکړي دي. دغه مرکزونه د چین د حکومت ناراضي وانګ ژین جیو، ته اشاره کوي چې ویلي یي دې په هالنډ کې د چینایي پولیسو له خوا تر تعقیب لاندې نیول شوی دی.
اړوند: د امريکا استخباراتي ادارو خپله پاملرنه چين ته اړولې
وانګ ژین جیو په هغو اطلاعاتو کې چې دغو دوو مرکزونو ته یي ورکړي، ویلي دي چې د هغې تلیفوني اړیکې له طریقه چې د یوه له دغو خدماتي مرکزونو څخه هغه سره نیول شوې، له ده څخه غوښتل شوي او حتی پرې فشار راوړل شوی دی چې چین ته بیرته ستون شي.
نوموړي د RTL شبکې ته څو داسې پيغامونه استولي دي چې په هغې کې د پولیسو افسران ده ته د مرګ ګواښونه کوي. خو د چین سفارت بیا RTL ته ویلي دي چې د چینایي پولیسو د سټیشنونو له موجودیت څخه هیڅ اطلاع نه لري.
په ورته وخت کې په رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي دي چې ښيې، د چین د سفارت یو لوړپوړی چارواکی د امستردام د شعبې له پاره د یوې جلسې د پلانولو په خاطر په دې مرکز کې حضور لري.
د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي چې د پولیسو دغه مشکوک مرکزونه به وپلټل شي او د دغو رپوټونو د ریښتینولې په صورت کې به، په یوه بهرني هیواد کې چنایي پوستي غیر قانوني وي.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص