پاکستان: د بيرغونو پر یوه پلورنځي بريد مرګ ژوبله اړولې ده
۱۴۰۰ مرداد ۱۹, سهشنبهد اسوشيتد پريس خبري آژانس په حواله په دې پېښه کې نور څلور کسان ټپيان شوي هم دي. د بلوچستان ايالت د روغتيا وزارت يوه وياند وسيم بېګ وويل چې تر اوسه پورې د دوشنبې شپې د دې پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.
خو مخکې تر دې هم د «بلوچستان د آزادۍ پوځ» په نوم بیلتون غوښتونکې ډلې تل د دې ډول بريدونو پړه پر غاړې اخیستې ده. دغه ډلې خلکو ته اخطار ورکړی دی چې د اګست پر ۱۴ مه دې د پاکستان د آزادۍ ورځې له لمانځنې ډډه وکړي. په پاکستان کې هر کال دغه ورځ د سترو محفلونو او مراسمو په ترڅ کې لمانځل کيږي.
همدې ډلې په روانه اونۍ کې په کويټه کې د سړک د غاړې په يوه ماين چاودنه کې د دوو پوليسو د وژلو پړه منلې وه.
د بلوچستان د ترهګرۍ ضد ادارې په حواله امنيتي ځواکونو د سه شنبې په ورځ د کويټې ښار په اطرافو کې د عملياتو په ترڅ کې پنځه شکمن بیلتون غوښتونکي وژلي دي. خو په دې اړه نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.
په پاکستان کې چاودنې پوځيان وژلي دي
په بلوچستان ایالت کې له اوږدې مودې راهيسې کوچنۍ بیلتون غوښتونکې ډلې فعاليت کوي. دغه ډلې له پاکستان څخه د جلا کيدو غوښتنه کوي. خو د پاکستان حکومت وايي چې په بلوچستان کې یې په اصطلاح دغه بغاوتونه ځپلي دي، خو په دې وروستیو کې تاوتريخوالی ډېر شوی دی.
په سيمه کې د پاکستان تحريک طالبان ډله او همدا راز داعش هم فعاليت کوي.
ب. ص/ ش. ن (AP)
زموږ له آرشیف څخه: