1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران د چین سره د همکارۍ یو ۲۵ کلن تړون لاسلیک کوي

۱۴۰۰ فروردین ۷, شنبه

ایران او چین غواړي همدا نن شنبه د ګډې همکارۍ یو اوږدمهاله او هر اړخیزه تړون امضأ کړي. په دغه ۲۵ کلن تړون کي به «سیاسي، ستراتیژیکي او اقتصادي موافقې» شاملي وي.

https://p.dw.com/p/3rGMO
Iran China | Mohammad Javad Zarif und Wang Yi
انځور: Irna

د ایران د خارجه وزارت ویاند، سعید خطیب زاده په دولتي ټلویزون کي د دغه خبر څخه رپوټ ورکړ. دغه قرارداد به د تهران څخه د چین د خارجه وزیر، وانګ يې د اوسنۍ لیدني کتني پرمهال نن غرمه د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره په ګډه امضأ سي. د چین خارجه وزیر وانګ يې پرون جمعه ماښام (د مارچ میاشتي ۲۶ مه) تهران ته رسیدلی دی.

Iran China Xi Jinping Ali Khamenei
پنځه کاله دمخه د تهران څخه د شي جین پینګ لیدنه کتنهانځور: ana.press

د ایران د خارجه وزارت ویاند خطیب زاده وویل، تهران معتقد دی چي دغه تړون به «د چین او ایران د روابطو د نژدې کیدو او پراختیا په لار کي ډیر مؤثر واقع سي.» هغه پنځه کاله مخکي د تهران څخه د چین د جمهور رئیس، شي جینګ پینګ ملاقات ته اشاره وکړه، په کوم کي چي د دواړو خواوو تر منځ د هراړخیزي همکارۍ اساس ایښوول سوی ؤ.

شي او د ایران جمهورریس، حسن روحاني هغه وخت د هیوادونو تر منځ یې د دوه اړخیزه روابطو د تقویې فیصله کړې وه. تر هغه وروسته دواړو اړخونو د ترانسپورټ، انرژۍ او صنعت د سکټورونو په برخه کي د ګډ کار موافقه وکړه.