کابل: له اروپا څخه د افغان کډوالو اخراج بند کړئ
۱۴۰۰ تیر ۲۰, یکشنبهد جولای د اتمې څخه دې نور افغان کډوال له اروپايي هېوادونو څخه نه اخراجيږي. دغه هيله د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو د چارو وزارت د طالبانو له خوا د تاوتريخوالي د ډېرېدو او د کوويډ ۱۹ پېښو د زياتېدو له کبله له اروپايي هېوادونو څخه کړې ده. کابل وايي چې د داخلي بې ځايه شوو کډوالو د زياتېدونکي شمېر تر څنګ بهرنيو هېوادونو ته د افغان کډوالو او پناغوښتونکو له زياتېدو څخه هم اندېښنه لري.
دا مهال ډېر اروپايي هېوادونه رد شوي افغان پناغوښتونکي جنګ ځپلي افغانستان ته بېرته لېږي. د مثال په ډول له جرمني څخه هم ډليز اخراج دوام لري.
همدا د تیرې چهارشنبې په ورځ ۲۷ افغان نارينه کابل ته اخراج شول چې دا د ۲۰۱۶ کال د دسمبر راهيسې څلويښتمه اخراج شوې ډله ده. برلين اوس ټول ټال ۱۱۰۴ رد شوي پناغوښتونکي بېرته افغانستان ته اخراج کړي دي. پر دغسې اخراجونو باندې نيوکې کيږي ځکه چې د منتقدينو په خبره په افغانستان کې خطر تر حده ډېر دی.
دا په داسې حال کې ده چې د می په لومړۍ نېټه پيل شوې د نړيوالو ځواکونو وتنې افغانستان له يوه ناڅرګند برخليک سره مخامخ کړی دی او په دغه جګړه ځپلي هیواد کې جګړو او نا امنیو یو ځل بیا شدت موندلی دی.
DPA/K.H/N.S