1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د امریکا پوځ دوو چورلکو لوېدو کې ۹ کسان مړه شوي

۱۴۰۲ فروردین ۱۱, جمعه

د امریکا د پوځ دوه پوځې چورلکې د یوه روزنیز ماموریت پر مهال ددغه هېواد په خاوره کې لویدلي، چې پکې ۹ کسان مړه شوي دي. د امریکا دفاع وزارت ویلي دا په تیرو اتو کلونو کې د پوځي تمرینونو پر مهال ترټولو خونړۍ پېښه ده.

https://p.dw.com/p/4PZAL
Afghanistan Black Hawk Helicopter
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Maqbool

د فرانسې خبري آژانس د امریکا د پوځ یو جنرال له قوله لیکلي چې دغه دوه بلک هاوک ډوله چورلکې د ټپيانو لېږدونې او روغتیايي خدمتونو لپاره جوړې شوې وې.

جان لوباس په یوه خبري غونډه کې ویلي چې دا هلیکوپترونه په ترکیبي ډول د شپنیو عینکو څخه په ګټه اخېستنه په یوه معمولي روزنیز تمرین کې د الوتنې په حال کې ول. دا چورلکې د هستوګنې سیمې په یوه خلاصه ساحه کې رالویدلي، خو ولسي خلکو ته یې زیان نه دی اړولی.

لوباس زیاته کړه چې په دې پېښه کې په چورلکو کې سپاره ۹ کسان مړه شوي چې ټول یې د کنتاکي ایالت په فورت کمپبل کې د پرتې ۱۰۱ هوايي ځواکونو لوا غړي وو.

ددغه پوځي چارواکي په خبره یوې چورلکې ۵ او بلې یې ۴ سرتیري لېږدول. پوځ هڅه کوي چې ددغو سرتیرو کورنیو ته خبر ورکړي، خو د هغوی هویت یې نه دی اعلان کړی.

په آلاباما کې د امریکا د پوځ د هوايي ځواکونو له یوې مرکزي آډې څخه څیړنیزه ډله فورت کمبل ته رسېدلې. تر اوسه مالومه نه ده چې آیا دغه دوه چورلکې له یو بل سره جنګیدلي او کنه.

لوباس وویل: «اوس مونږ په آلاباما کې له فورت راکر څخه یو څیړنیز ټیم دلته لرو چې د الوتکو په خوندیتوب او په دې برخه کې د ځانګړو څېړنو تخصص لري.»

د کنتاکي والي اندي بیشیار، د امریکا د پوځ له سرتیرو د ستاینې او د وژل شویو په ویر کې، دې خبرې غونډې ته وویل: «زمونږ خپلواکي پر هغو کسانو تکیه ده چې خدمت کولو ته لېواله وي، هغه کسان چې یو شمېر یې ډېر لوی زیان ویني.»

اړوند مطالب:پنټاګون خپله نوې جنګي الوتکه بي ۲۱ معرفي کړه

د امریکا د دفاع وزیر لوید آستین په ویناپاڼه کې ویلي چې ددې ویرجنې پېښې څخه ډیر خواشینی دی، په داسې حال کې چې د سپینې ماڼۍ ویاندې ژان پیر خبریالانو ته وویل: «مونږ د ټولو هغو کسانو ترڅنګ یو، چې په دې واقعا وحشتناکې پېښه کې غمجن شوي دي.»

د امریکا د پوځ هوايي ځواکونو دا لوا په دې وروستیو کې د عراق او افغانستان په پوځي ماموریتونو کې هم ښکېل وه.