پاکستان: طالبانو د مسلمانو نجونو د تعلیم کنفرانس بلنه رد کړې
۱۴۰۳ دی ۲۲, شنبهد پاکستان د پوهنې وزیر خالد مقبول صدیقي د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د جنوري ۱۱مه) وویل چې دوی د طالبانو حکومت ته په دغه کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې خو د هغوی استازي پکې حضور نلري.
صدیقي د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «مونږ افغانستان ته بلنه ورکړې وه، خو د افغان حکومت له خوا هېڅ څوک په دغه کنفرانس کې نشته.»
طالبان چې د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان حاکم شوي، د تعلیم او کار په ګډون ډېرو برخو کې ېې پر ښځو او نجونو محدودیتونه وضع کړي دي. اوس مهال په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو ته د تلو اجازه نه لري.
د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ هم دغه کنفرانس کې د ګډون په خاطر له خپل مور او پلار سره پاکستان ته تللې ده. هغې په اسلام آباد کې یاد کنفرانس ته د رسېدو پر مهال وویل: «زه پاکستان ته په بېرته راتلو واقعاً ویاړم او ډېره خوشاله یم.»
د اسلام آباد په دوه ورځني کنفرانس کې د اکثرو اسلامي هېوادونو استازو ته بلنه ورکړل شوې ده. په دغو هېوادونو کې په ملیونونو نجونې له تعلیمه بې برخې دي او استازي به په پکې د نجونو د تعلیم په هکله بحثونه ولري.
ټاکل شوې وه چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف به د شنبې په سهار دغه کنفرانس ته خپله وينا واوروي. په کنفرانس کې به د پاکستان د ښوونځيو او پوهنتونونو زده کونکي او محصلین هم ګډون ولري.
د کلینکي ارواپوهنې یوې زده کوونکې، ۲۳ کلنې زهرا طارق د کنفرانس په هکله وويل: «لږ تر لږه دا د مسلمانو نجونو د تعلیم په برخه کې یو ښه نوښت دی.»