1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمسوریه

سوریايي چارواکي: پر یو زیارت مو د داعشیانو بمي برید شنډ کړی

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۳ دی ۲۲, شنبه

سوريايي چارواکي وايي په دمشق کې ېې د داعش ډلې لخوا د شیعه ګانو پر یو زیارت د بمي حملې مخه نيولې ده. د سوريې ېوې استخباراتي سرچينې د شنبې په ورځ وويل چې داعشیانو غوښتل د سیده زینب زیارت په بمونو والوځوي.

https://p.dw.com/p/4p3To
په دمشق کې د سیده زینب زیارت
د سوريې ېوې استخباراتي سرچينې د شنبې په ورځ وويل چې داعشیانو غوښتل د سیده زینب زیارت په بمونو والوځويانځور: Amr Abdallah Dalsh/REUTERS

د سوريې د دولتي خبري آژانس (SANA) د رپوټ پر اساس، د سوريې استخباراتو او امنيتي ځواکونو ويلي چې د سیده زینب زیارت په منځ کې ېې د داعش ډلې یوه بمي حمله شنډه کړي.

د سوريې د کورنیو چارو وزارت د پېښې په تړاو د څلورو کسانو انځورونه خپاره کړي او هغوی ېې د داعش شبکې غړي ښودلي دي. رپوټ زیاتوي چې دغه افراد د پلازمينې دمشق ته څېرمه نيول شوي دي.

ورته نور: آلمان: ښايي يو شمېر سوريايي مهاجر بيرته ستانه کړو

دغه وزارت همدارنګه د موبایلونو، دوو ټوپکونو، درو چاودېدونکو وسیلو او د څو لاسي بمونو په ګډون د جنګي تجهیزاتو انځورنه هم خپاره کړي چې ادعا شوې له تورنو کسانو څخه یې په لاس راوړي دي.

د هویت خپاره شوو اسنادو انځورونه ښيي چې د دغو کسانو له ډلې دوه ېې لبناني دي او یو ېې په لبنان کې میشت فلسطينی مهاجر دی.

ورته نور: سوريه: پوځي قاضي نيول شوی؛ هغه په زرونو کسان په مرګ محکوم کړي

سيده زینت په دمشق کې د شیعه ګانو مهم زیارت دی چې تر ټولو ډېر زیارت کونکي ورځي. رپوټ زیاتوي چې د بشارالاسد رژیم پر وخت به د دغه زیارت د امنیت له پاره د هغو په دروازو کې د ایران له ملاتړه برخمن ساتونکي موظف ول.

له  آرشیف څخه: 

د سوریې د تحریر شام ډلې او افغان طالبانو تر منځ توپیر څه دی؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل