د «سپينې طلا» تر ټولو ښکلي بيلګې ـ انځوريز راپور
چينايي/پورسېلان لوښو ته د «سپيني طلا» خطاب هم کيږي او دغه توکی په سلونو کالونه د چين د صادراتو تر ټولو مهم قلم و. «په چين کي جوړ سوي ظروف» نومي نندارتون ورڅخه تر ټولو ښکلي بيلګي نندارې ته وړاندي کړي دي. دلته يې کتلای سئ:
د زرونو کالونو زوړ هنر
«چيني» يا «چينايي» په زياتو ژبو او هيوادونو کي په چين کي د جوړېدونکو ځانګړو پخو سوو خاورينو لوښو له پاره کارېدونکی هممانيز دی. دا ځکه چي دغه لوښي له ۲۰۰۰ کالو راهيسي د چين د کلتور او هنر له يو مرکزي حيثيت لرونکی توکی دی. تر اتلسمي عيسوي پېړۍ پوري د چيني لوښو د توليد راز صرف د چين سره و. دغو لوښو ته د «سپيني طلا» کلمه هم کارېدله او په اروپايي هيوادونو کي پاچهانو او ملکانو په لوړو قيمتونو رانيول.
د شنه او سپين رنګ ميناتورۍ
د پخواني چينايي لوښو يوه نخښه د هغوی د آسماني او سپين رنګ ميناتورۍ دي. دغه لوښي د مينګ واکمنۍ (د ۱۳۶۸ او ۱۶۴۴ عيسوي کالونو تر منځ) پر وخت خپل د شهرت اوج ته ورسېدل. د دغو لوښو په توليد کي کارېدونکی شين رنګ له اوبو او کوبالت آکسيډ څخه به جوړ و. دغه رنګ به د لوښو د پخولو مخکي ورباندي کارول کيدی. په زياته د ګلونو رسامۍ/ميناتورۍ محبوبي وې، لکه د ۱۵ پيړۍ د دغه لوښي.
په ۱۰۰۰ درجه سانتي ګراد کي پخول
چيني لوښي چي ورته پورسيلان هم ويل کيږي، د پخولو پر وخت تر ۱۳۰۰ سانتي ګراد پوري تودوښي ته اړتيا لري. دغه لوښي عموما پر درو توکو مشتمل وي چي له سپينې ځانګړې خاوري کاولين، مينرال فېلډسپار او د کوارتڅ يا له رڼوکي مينرال څخه عبارت دي. په زياته د کاولين خاوره ورته مهمه ده ځکه چي ذرې يې په حرارت کي سره ويلي کيږي بېله دې چي د لوښي شکل تغير وخوري. پايله يې پاک، روڼ او ښوی چيني لوښی وي.
بېل عصرونه بېل طرزونه
د چيني لوښو په طرز کي د عصرونو په تغير سره هم تغييرات راتلل. يو وخت داسي راغلی چي د شين او سپين رنګ ځای څو رنګه لرونکو ميناتوريو ونيوی. د وخت په تيريدو سره د ميناتوريو په رنګونو او رساميو کي لا غنا رامنځ ته سوه. په دې ترڅ کي نه يوازي ګلونو، پاڼو او بوټو دغه لوښي ښکلي کړل، بلکه ورباندي د حيواناتو رسمونه هم راڅرګند سول.
د اروپا په دربارونو کي سمبوليک مقام
چيني لوښي په زياته د اروپايي پاچهانو او ملکانو په دربارونو کي د غنا او ثروت يوه نخښه بلل کېدل. له ۱۶ عيسوي پيړۍ څخه اروپايي پاچهانو او واکمنانو چيني ظروف نندارې ته وړاندي کول چي ورباندي خپل ثروت وښيي. دغه لوښي به پر اوږده لاره له چين څخه اروپا ته راوړل کيدل. په ۱۸مه عيسوي پيړۍ کي يو آلماني د چيني لوښو د توليد چل زده کړ او په دې توګه د چين انحصار له منځه ولاړ.
له پرستيژ څخه ډک فرمايشي لوښي
بعضي چيني هنرمندانو حتی د اروپايي بډای فرمايش ورکوونکو په فرمايش د چيني لوښو ډيزاين او رسامۍ جوړولې. په دې ترڅ کي د اروپا هنر او کلتور هم د چين پر دغه توليد اغيز ودرلود. په دغه انځور سوي لوښي باندي د يوې اروپايي جوړې انځور رسم سوی دی. دغه طرز ته د «ګلابي کورنۍ» خطاب کيده، ځکه چي پکښي ګلابي رنګونه کارېدل.
په اروپا کي د چيني لوښو تقليد
تر زيات وخت پوري چينايان په دې توانېدلي ول چي د چيني لوښو د توليد طريقه يو اسرار او په دې توګه د دغو لوښو د توليد او صادرولو انحصار د ځان سره خوندي وساتي. خو په ۱۷۰۸ کال د آلمان د مايسن په ښار کي د چيني لوښو د جوړولو خپله طريقه کشف کړله سوه چي دغه لوښي د ويانا لوښو، زېورس، نيومفنبورګ او کوپنهاګن په لوښو مشهور سول. په دې توګه په اروپا کي هم د چين په څېر د لوښو جوړولو کلتور رامنځ ته سو.
پورسيلان لوښي د کلتوري شتمنۍ په توګه
د آلمان د هامبورګ ښار په يو موزيم کي د چين د ۲۰۰۰ کلنې لوښو د توليد پر موضوع يو نندارتون جوړ سوی دی. په دغه نندارتون کي چي د «د چين توليد، پورسيلان» تر عنوان لاندي جوړ سوی دی، د مينګ او چينګ واکمنيو څخه نيولې بيا د چيني لوښو تر صادراتي کېدو تر عصر پوري د چيني لوښو بېلګي نندارې ته ايښودل سوي دي. نندارتون ته ورتلونکي کسان کولای سي چي په دغه نمايش کي ۱۸۰ لوښي ننداره کړي.