له اوکراين څخه اروپايي ټولني ته مهاجرت
۱۴۰۰ اسفند ۶, جمعهد مهاجرو له پاره د اروپايي ټولني کمېسيون مرستيال، مارگاريتيس سکيناس څو وخته مخکي له نوموړي هيواد څخه د ممکنه مهاجرو د شمير اټکل د ۲۰ زرو او څه د پاسه يو ميليون ترمنځ کړي وو. د ملگرو ملتو د کډوالو چارو ادارې په حواله همدا اوس لا شاوخوا ۱۰۰ زره انسانان له اوکراين څخه د تېښتي په حال کي دي.
آيا اروپايي ټولنه له اوکراين څخه د مهاجرو راتگ ته آماده ده؟
د اروپايي ټولني کمېسيون د مشري اورزولا فون دير لاين، په حواله د اروپايي ټولني له ټولو ختيځو هيوادونو سره داسي يو«اضطراري پلان» جوړ سوی چي له مخي به يې له اوکراين څخه سمدستي مهاجر ومنل سي. فون دير لاين وويل: »موږ تمه لرو چي د امکان تر حده لږ مهاجر وي، خو بيا هم موږ ورته پوره آمادگي لرو.« د اروپايي ټولني د داخله چارو کميساري، ايلوا يوهانسن ويلي دي، پولند چي ښايي ډېر زيات اغيزمن سي، د مالي ملاتړ وعده ورکړل سوې ده، همدارنگه د اروپايي ټولني د سرحدي دفاع سازمان فرونتکس له لاري هم ممکنه مرستي تياري دي.
آلمان ته څه شي ګوري؟
د جرمني د کورنيو چارو وزيري نانسي فيزر په خبره، د آلمان حکومت له اوکراين څخه د مهاجرت څپې ته آماده دی. هغې د اوکراين مستقيمو گاونډيو هيوادونو په خاص ډول پولنډ ته د ملاتړ ژمنه وکړه. د آلمان ايالتونه په تيره بيا برلين او نيدرزاکسن د دغو مهاجرو منلو ته آمادگي ښودلې ده.
فيزر د اروپايي ټولني له يوې پريکړي څخه خبره وکړه ترڅو له جگړو مهاجرتونه پرته له کومي بيوروکراسۍ څخه ممکن سي.
د بشري حقونو سازمان «پرو ازيول» په دې اړه خپل ږغ پورته کړی چي، هغه کسان هم بايد ومنل سي چي مخکي له دې د نورو جگړو له امله اوکراين ته راتښتيدلي دي. د نوموړي سازمان په حواله په هغو کي د افغانستان، سوريې، چيچنيا او سوماليا اتباع شامل دي.
د اوکراين ګاونډي هيوادونه دغو مهاجرو ته څه ډول تياری نيسي؟
پولند له اوکراين سره څه د پاسه ۵۰۰ کيلومتره اوږد سرحد لري او اعلان يې کړی دی چي د اوکرايني مهاجرو له پاره د ځای پرځای کولو لومړني مرکزونه جوړوي.
د دغه هيواد د کورنيو چارو وزارت په حواله به دغه سرپناوي د دواړو هيوادونو ترمنځ په سرحدي لارو کي جوړي سي. د پولند داخله وزير ماريوڅ کامينسکي ويلي: «پولند به دومره ډېر انسانان ومني، هغومره چي يې په سرحد کي د ځای پرځای کيدو امکان وي.»
هنګري په روانه اونۍ کي اعلان وکړ چي خپل سرتيري به د بشري او امنيتي دلايلو له امله له اوکراين سره پولي ته واستوي، ترڅو د ممکنه راغلو مهاجرو غم وخوري.
همدارنگه د مالداويا جمهوريت هم چي د اروپايي ټولني غړی نه دی او له اوکراين سره سرحد نه لري. ولسمشري مايا ساندو د پنجشنبې په ورځ په تويتر کي ليکلي چي، تر اوسه پوري څه د پاسه ۴۰۰۰ انسانان له اوکراين څخه د هغوی هيواد ته رارسيدلي دي.
GP/NZ/AG