پرو ازول افغانستان ته په قاطع ډول د اخراج بندولو غوښتنه وکړه
۱۴۰۰ تیر ۱۵, سهشنبهد مهاجرو مدافع سازمان (پرو ازول) د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جولای میاشتې ۶ نیټه) د آلمان په فرانکفورت ښار کې ویلي دي چې د آلمان د بهرنیو چاو وزارت باید د افغانستان د روان وضعیت د ارزونې په اړه یو نوی تفصیلي راپور وړاندې کړي.
د نوموړي سازمان په خبره په دغه رپوټ کې باید د وروستیو اونیو په ترڅ کې رامنځته شوي تحولات او خراب امنیتي وضعیت په نظر کې ونیول شي.
پرو ازول ویلي دي چې د سه شنبې ورځې له پاره د دغه هیواد له هانور ښار څخه افغانستان ته د ډله ایز اخراج پلان شوی پرواز غیر مسؤلانه او باید ودرول شي.
د نوموړي سازمان مشر ګونتر بورخاردت، وویل چې د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغانستان د تازه وضعیت د ارزونې رپوټ ډیر ضروري دی. د بورخاردت په وینا د بهرنیو چارو وزارت تیر رپوټ چې آلماني ادارې او محکمې یې له مخې د وضعیت اټکل کوي یو کال پخوانی او زوړ دی.
د کارپوهې فدریکا شټالمن، د یوې څیړنې له مخې چې پایلې یې د روان کال د جون میاشتې په لمړیو کې خپرې شوې دي ښيې چې له آلمان څخه اخراج شوي پناه غوښتونکي افغانان یو وار بیا د طالبانو له خوا تر تعقیب لاندې نیول شوي دي. دغه کسان اروپا ته د تیښتې خیانت، غربي کیدنې، غیر اخلاقي چلند او له اسلام څخه پر اوښتو تورن کړای شوي دي.
نوموړي سازمان زیاته کړې ده چې د څېړنو پر اساس له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو او طالبانو د پرمختګ په پام کې نیولو سره وضعیت لا زیات خراب شوی دی. د ملګرو ملتونو سازمان د معلوماتو له مخې یوازې د روان کال له جنورۍ څخه تر مارچ میاشتې پورې د وسله والو ډلو په بریدونو، چاودنو او هدفي وژنو کې تر۵۷۰ ډیر انسانان وژل شوي او تر ۱۲۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز
پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: