د دویچه ویله افغانستان څانګې پخوانی مشر سید موسی صمیمي ومړ
۱۴۰۲ تیر ۲۳, جمعهډاکټر سید موسی صمیمي ته نیږدې کسان وايي چې هغه له ډيري مودې راهيسي له خپلي ناروغۍ کړېد چې د تېرې یکشنبې په ورځ یې د آلمان په یوه روغتون کې د ژوند پور پرې کړ.
ډاکټر موسی صمیمي څوک و؟
ارواښاد صمیمي په کندهار کې زېږېدلی و، لومړنی او ثانوې زده کړې یې هم هلته کړې وې. نوموړي د خپل ژوند ۵۰ کاله له کوم ځنډ پرته کار او سختې هلې ځلې کړي، دی ۱۷ کلن و چې د پلار له سیورې بې برخې شو او خپلې کورنۍ ته د روزې ګټلو چاره یې په مسؤولانه ډول پرغاړه واخېسته.
نوموړی په ۱۹۶۸م کال کې آلمان ته راغی او دلته یې د «بوخوم» او »بن« پوهنتونونو کې د اقتصاد په رېشته کي خپلې لوړې زده کړې پیل کړې. صمیمي په ۱۹۷۷م کال کې د بن له «فریدریش ویلهلم» پوهنتون څخه د خپلې دوکتورا سند ترلاسه او بیرته هېواد ته ستون شو.
صمیمي د ۱۹۷۹م کال تر جولای میاشتې پورې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد ؤ چې بیا وروسته د سیاسي ناکراریو له امله یې دنده پرېښوده او کډوالۍ ته اړ شو.
صمیمي د آتیایمې لسیزې په وروستيو کې د دویچه ويله په پښتوـ دري برخه کې کار پيل کړ چي وروسته بيا د دغي برخي مشر هم شو.
ارواښاد صمیمي د خپل تقاعد تر وخته د دویچه ویله د افغانستان څانګې مشر ؤ چې بالاخره په ۲۰۰۹م کال کې په دویچه ویله کې تر۳۰ کلن خدمت وروسته تقاعد شو.
اړوند مطالب:ډاکټر سيد موسي صميمي د DW سره مخه ښه وکړه
د دویچه ویله یوه پخواني همکار ضیاالحق فضلي چې له ارواښاد صمیمي سره یې شاوخوا لس کاله یوځای کار کړی، دویچه ویله ته وویل: «ډاکټر صاحب صمیمي په خپل کار کې یو ډېر فعاله او حقبین انسان ؤ، ما تر لسو کلونو زیاته موده له ده سره یوځای کار کړی او د کار په موده کې ما دی داسې یو شخصیت موندلی چې واقعا په خپل کار کې یې د هیڅ ډول امتیاز او تبعیض رعایت نه کاوه.»
ښاغلي فضلي زیاته کړه چې سید موسی صمیمي هڅه کوله چې خپلو همکارانو ته خوندې کاري چاپیریال رامنځته کړي او ټولو ته د هغوی حق ورسوي.
«له افغانستانه د دویچه ویله له پاره د همکارانو استخدام د لومړي ځل له پاره د صمیمي د مسؤلیت په موده کې شوی او دا د نوموړي له ابتکارونو څخه و.»
ډاکټر سید موسی صمیمي د خبریالی سربیره لېکوالي هم کوله او په بیلابیلو سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو یې کتابونه او مقالې لیکلي او چاپ شوي دي.