ترمپ: پوتین سره د خبرو اترو له پاره چمتووالی نیول کيږي
۱۴۰۳ دی ۲۱, جمعهدونالد ترمپ د پنجشنبې په ورځ په فلوريدا کې د خپل جمهوري غوښتونکي ګوند له يوه والي سره د کتنې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وويل: «[پوتین] غواړي ملاقات وکړي، او موږ د دې پروسې د تنظیمولو په حال کې یو.»
د امریکا متحده ایالاتو منتخت ولسمشر دونالد ترمپ زیاته کړه چې د کتنې په هکله جزئيات لا تر اوسه د «تعینولو په حال کې دي.»
هغه ټينګار وکړ چې پوتین ورسره خبرو اترو ته علاقمند دی: «خو ولسمشر پوتین غواړي ملاقات وکړي. هغه حتی دا خبره په عامه توګه کړې او موږ باید دغه جګړه پای ته ورسوو. دا یوه خونړۍ ګډوډي ده.»
ترمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د امریکا دفاع وزیر لوید آستین د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره په خپله وروستۍ کتنه کې هيله څرګنده کړه چې د ترمپ حکومت له اوکراینه ملاتړ ته ادامه ورکړي او یوازې ېې پرې نږدي.
دغه کتنه د پنجشنبې په ورځ د جنوري ۹مه وشوه. استین خبرداری ورکړ چې په اوس وخت کې د پوځي ملاتړ توقف «یوازې لا ډېر یرغل، ګډوډۍ او جګړې ته لار هواروي.»
زیلنسکي وويل: «موږ ډېره اوږده لار وهلې دا به په رښتيا لیونتوب وي که اوس فرصت له لاسه ورکړو او د ائتلاف د دفاع له پاره مو چې د کوم ساختمان جوړول پيل کړی، هغه ته ادامه ورنه کړو.» هغه زیاته کړه: «مهمه نه ده چې په نړۍ کې څه تېريږي، هر څوک غواړي د داسې خوندیتوب احساس ولري چې هیواد ېې نه بايد په آسانۍ له نقشې پاک شي.»
ترمپ چې په پام کې ده د جنوري په ۲۰مه د امریکا د ولسمشر په توګه د تحلیف مراسم تر سره کړي، د خپلو انتخاباتي کمپایونونو پرمهال ويل چې غواړي په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوی. هغه اغلب پوتین سره د خپلو اړیکو ستاینه کوله او حتی ادعا ېې کوله چې کولی شي د اوکراين جکړې ته «په جریان د ۲۴ ساعتونو» کې د پاي ټکی کیږدي. خو ترمپ هېڅ کله د دې جزئیات نه دي ورکړي چې هغه دغه کار څنګه کوي.
ترمپ د روانې اوونۍ په سر کې هيله مندي وښوده چې جګړه به په شپږو میاشتو کې پای ته ورسیږي. ترمپ د سه شنبې په ورځ خبريالانو ته وویل: «زه له شپږو میاشتو نه هم مخکې ته هیله مند یم.»
اوکراین د نژدې درو کلونو راهیسې د روسيې د پوځي یرغل پر وړاندې د غربي متحدینو په ملاتړ مقاومت کوي.
کیف اندېښنه لري داسې نه چې سپينې ماڼۍ ته د ترمپ په ورتلو سره د امریکا متحده ایالاتو ملاتړ خورا کمرنګه شي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د نوي کال په مناسبت خپله وینا کې يو ځل بیا له واشنګټن وغوښتل چې پر کیف خپلې مرستې بندې نه کړي.
دجو بایدن بایدن اداره چې اوس يې یوازې لس ورځې پاته دي، اوکراین ته د لا ډېرو مرستو پر برابرولو کار کړی چې په هغو کې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د وسلو یوه نوې کمکي بسته هم شامله ده. خو آستین ومنله چې هغه نه پوهیږي چې ترمپ به په دې هکله څه اقدام کوي، خو دا ېې وويل چې په رامشتاین هوايی اډه کې راغونډ شوي نړېوال رهبران به د دغه ماموریت پر ادامې خبرې وکړي.