امريکا: په پوهنتون کې د ډزو په پېښه کې درې کسان وژل شوي
۱۴۰۱ بهمن ۲۵, سهشنبهچارواکو د دوشنبې په ورځ وويل چې د امريکا متحده ايالاتو د ميشيګن ايالت د يوه پوهنتون په ساحه کې د ډزو په ترڅ کې درې کسان وژل شوي او پنځه کسان په سخت ټپي حالت کې روغتون ته انتقال کړل شوي دي. پوليسو ويلي دي چې د ځينو ټپيانو روغتيایي وضعيت د انديښنې وړ دی.
د پوليسو د معلوماتو په حواله پېښه د سيمې پر وخت د دوشنبې په ماښام د ميشيګن ايالتي پوهنتون په ساحه کې چې په لانسنګ سيمه کې پروت دی، رامنځته شوې ده. ويل شوي چې د پوهنتون په ساحه کې په دوو ځایونو کې فايرونه شوي دي.
اړونده موضوع:کالیفورنیا: په ډزو کې ۷ کسان وژل شوي
د پېښې پر وخت د پوهنتون په ساحه کې له موجود خلکو ژر تر ژره له ساحې څخه د وتلو غوښتنه شوې وه. د پوهنتون محصلينو، استادانو او نورو کارکوونکو ته د لومړي خبرداری په ترڅ کې لارښوونه شوې وه چې «وتښتي، ځانونه پټ کړي او يا جګړه وکړي.»
په دې لومړۍ اعلاميه کې له خلکو دا هم غوښتل شوي ول چې که د تېښتې او يا ځان پټولو امکان نه وي نو بيا د ځان څخه د دفاع هڅه وکړي. د پوهنتون يو شمير ودانۍ تخليه کړل شوې وې او د سيمه ایزو رسنيو په ويديوګانو کې ليدل کیږي چې څرنګه پوليس د پېښې ځای ته داخليږي.
پوليسو ويلي دي چې د احتمالي بريدګر مخ پټ وو او د باسکټبال خولۍ یې پر سر وه. تر ډزو وروسته هغه په تېښته بريالی شوی وو، خو تر تېښتې لږ وروسته يې ځان پخپله په ډزو وژلی دی.
اړونده موضوع:د امريکا په يوه ښوونځي کې ۲۱ کسان په ډزو وژل شوي
سيمه ایزو رسنیو هم ویلي دي چې شکمن عامل وژل شوی خو د انګیزې په اړه یې تر اوسه معلومات نه دي په ډاګه شوي.
په امريکا کې تل د فايرونو دا ډول پېښې رامنځته کیږي چې زيات وخت يې د ښوونځي زده کوونکي او يا د پوهنتون محصلين هدف ګرځي.
د لانسنګ سيمه د ديتروېد څخه ۱۴۵ کيلومتره شمال لوېديځ ته پرته ده. هلته پروت دا پوهنتون د خپلې انترنټ پاڼې د معلوماتو پر اساس تر۵۰ زرو ډېر محصلين لري. د پوهنتون ټولټال ساحه تر ۲۱ مربع کیلومترو هم پراخه ده.
ب. ص/ ن. ز (ap, dpa, rtr, afp)
زموږ له آرشيف څخه: